د سوله غوښتنې ولسي خوځښت غړي، د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۳ مه) خپلو غوښتنو ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره، په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر تهڅېرمه سره راغونډ شوي دي.
هغوی د انځورونو یوه ټولګه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر ته ورښيي، چې هر یو دغه انځور په هېواد کې د تاوتریخوالي د یوې برخې ښکارندويي کوي.
د سولې غوښتنې ولسي خوځښت مشر اقبال خیبر په دغې لیدنه کې له هغوی هېوادونو یادونه وکړه چې د افغاستان د جګړې نندارچیان دي او په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره مرسته نه کوي.
هغه زیاتوي:«د هغه هېوادونه دي چې چوپ دي او له هغوی څخه له همدې امله ناراضه یوو! هغوی هرڅه ویني، ولې خپل غږ نه پورته کوي؟ په داسې حال کې چې هغوی د تاریخي اړه دا یې تجربه کړي دي چې افراطیت څه دی، د انسانانو وژل څه دي او دربدري څه ده.»
له بلخوا د اروپايي ټولنې سفیر ژمنه کوي چې د دغو سوله غوښتونکو غوښتنې به د اروپایي هېوادونو د چارواکو غوږونو ته ورسوي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پي یر مایډون په دې اړه زیاته کړه:« سبا به په کابل کې د اروپايي ټولنې له ۱۱ سفیرانو سره وګورم، د هغه څه په اړه چې موږ خبرې وکړې له دوی سره به یې هم شریکې کړم.»
څه باندې څلویښت ورځې کېږي چې د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړي د سفارتونو او ځینو دیپلوماتیکو ادارو په وړاندې د سولې غوښتنې غږ پورته کوي.
په داسې حال کې چې د دغه حرکت یو شمېر غړي ولایتونو ته تللي ترڅو په دغو سیمو کې له قومي مشرانو سره په لیدنو کې له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړي.