Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې روان کال، نږدې ۲۹۰ زرو تنو خپلې سیمې پرېيښې

د ملګرو ملتونو تازه راپور ښيي چې په افغانستان کې د جګړې وچکالۍ او نورو علتونو له امله په روان کال کې نږدې ۲۹۰زره کسانو خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي. 

د ملګرو ملتونو نو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پخپل راپور لیکي، چې په روان میلادي کال کې پوره ۲۸۹۸۰۰ کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. 

د سرچينې په وینا دې شمېر کسانو کې ۴۰۲۰۰ تنه د جګړو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، چې ډېری يې په غزني، کندوز، فاریاب او ننګرهار کې له خپلو مېنو لېږدېدلې دي. 

په دې راپور کې د غزني وروستیو جګړو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې د جاغوري او مالستان ولسوالۍ له ۷۰-۶۰ سلنې کسانو خپلې مېنې پرېيښې دي. 

دغه کسان چې په هېواد کې د هوا له یخېدو سره په ګڼو ستونزو کې ښکېل دي، په اړه يې د طبعي پېښو رسېندې په چارو کې د دولت د وزارت ویاند احمد تمیم وايي: «موږ تر ۷۲ ساعتونو پورې بې ځایه شوي تر چتر لاندې نیسوي، چې له اضطراري بودجې ورته خوارکي او نور توکي ورکوو، چې تر څو یو ځای مېشت کېږي او له هغه وروسته د کډوالو چارو وزارت اړوند کېږي.»

د غزني له جګړو راغلې مېرمن ګل اغی، له خپلو دریو ماشومانو سره کابل کې د سلمان فارسي په نوم مسجد کې له شاوخوا ۳۵ رالېږدېدلو کورنیو سره ژوند کوي، هغه وايي: «بمابر وشو، زموږ ځای يې پر راکټو وویشت، په جنګي سیمه کې و، دوی [ماشومان] مې را په شاکړل راغلم، زموږ په کورونو کې اوس طالب دی، هیڅ نه دي راپاتي.»

د محمد علي په نوم یو بل تن وايي، پر حکومت يې د ځواب ورکولو حق دی: «که حکومت مرسته نه شي کولی، لږ تر لږه ځواب خو دې ارکړي، چې تاسې لاړ شئ، هر چېرته چې ځئ له افغانستانه ووځئ، یا ځانونه ووژنئ!»

د عزت الله په نوم تنکی ځوان وايي چې سیمه کې يې درس لوست او اووم ټولګي کې و، خو جګړې ترې هر څه پاتې کړل: «زموږ ښوونځی خراب شو، کورونه مو خراب شول، ښوونځي ته نه شو تللی.»

سره له دې چې په روان کال کې جګړه د پام وړ تونده شوې ده، خو د تېر کال په پرتله د بې ځایه شویو کسانو شمېر زیات نه دی. 

تېر کال د جګړې، وچکالۍ او نورو علتونو له امله د بې ځایه شویو شمېر تر ۵۱۰زره تنو رسېده.
 
دې شمېر کسانو کې ۴۰۲۰۰ تنه د جګړو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، چې ډېری يې په غزني، کندوز، فاریاب او ننګرهار کې له خپلو مېنو لېږدېدلې دي. 

شریک یي کړئ