داسې راپورونو خپاره شوي دي چې بریټانیا افغانستان ته ۴۴۰ نور سرتېري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې په موخه رالیږي.
د بي بي سي څېړونکې، لورا کوئینسبرګ ویلي دي چې که د امنیت شورا هوکړه وکړی، نو راتلونکو ورځو کې به د سرتېرو شمېر زیاتوالی د ناټو په سرمشریزه کې اعلان شي.
هغې ویلي دي چې دا پرېکړه بریټانوي، د افغانستان درېیم مرستهکوونکی هېواد کوي.
نوموړې په خپله ټویټر پاڼه کې ليکلي دی:«نن د ملي امنیت شورا(بریټانیا) افغانستان ته د ۴۴۰ سرتېرو استولو په موخه خبرې اترې کوي.»
رسنیو خبر ورکړی چې دا سرتېري به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان سرتېرو ته روزنه او مشورې او مرستې رسوي.
بریټانیا همدا اوس هم افغانستان کې له ۴۰۰ زیات سرتېري لري.
دا په داسې حال کې ده چې د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر، بوریس جانسون تېره دوشنبې( د چنګاښ۴مه) کابل کې د ملي یووالي حکومت له چارواکو سره ولیدل.
نوموړي افغانستان کې د اوربند ملاتړ ترڅنګ ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
ښاغلي جانسون همداراز ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو پوځي او ملکي مرستو ته دوام ورکوي.