د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، عبدالرزاق قادري نن(چهارشنبې د کب۱۶مه) وویل چې د طالبانو یو قومندان له خپلو درېیو تنو ملګرو سره د افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
ښاغلي قادري وویل چې پېښه تېره ورځ سهار وختي هغهمهال شوې ده چې یوې ډلې طالبانو پر دې ولسوالۍ برید کړی او د جنت ګل په نامه د قومندان په ګډون یې څلور تنه وژل شوي دي.
دی زیاتوي چې نښتې دوه ساعته دوام وکړ.
په دې نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر وايي چې د طالبانو دې وژل شوي قومندان د څو تنو افغان سرتېرو په وژنه کې لاس درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.