Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د ماین چاودنې د یوه پولیس ژوند واخیست

د بلخ ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د سرک غاړې ماین چاودنه کې یوه پولیس سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان دي.

چارواکي زیاتوي چې چاودنه تېره ورځ(یک شنبې د تلې۲مه) د یاد ولایت په شورتېپې ولسوالۍ کې شوې ده.

د شورتېپې ولسوال، محمد کریم وايي چې پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د پولیسو یو رنجر موټر د سرک غاړه کې پر ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.

ښاغلی کریم د پېښې له کبله د ټپي شویو کسانو حالت د اندېښنې وړ بولي.

د دغې چاودنې مسوؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسي حال کې ده چي د حکومت مخالفين د افغان او بهرنيو ځواکونو د نښه کولو لپاره له چاوديدونکو توکو کار اخلي چې ډيری وختونه یې قربانیان ملکي وګړي وي.

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي چاودنه تائیدوي او وايي پېښه هغه مهال رامینځ ته شوه چې د پولیسو رنجر موټرد سرک پر غاړه پر ښخ شوی ماین برابر شو.

شریک یي کړئ