Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ خبریالان: کابل کې د تېرې ورځې برید د بشر پر ضد جنایت دی

بلخ کې ځينې خبریالانو او له رسنیو د ملاتړ بنسټونو، کابل کې پر یوه سپورټي کلپ ځانمرګی برید یې د بشر پر ضد جنایت وباله او هغه یې په کلکه وغنده.

دغه خبریالان چې د دغه برید له قربانیانو سره د غم شریکۍ لپاره، په مزارشریف کې سره راغونډ شوي وو له حکومته غواړي چې د خلکو د امنیت د تامین لپاره ډېره هڅه وکړي.

خبریال سیدمحمد یزدان پرست په دې اړه وویل:«سپورټي او رسنیزه ټولنه، یو ځای د غم په ټغر کېناسته؛ پر کلپ برید وښوده چې ترهګر هېڅکله ن غواړي د افغانستان درې رنګه بیرغ په نړیوالو ډګرونو کې ورپي.»

د چهارشنبې پر ماښام دوه پرله‎پسې ځانمرګي بریدونو، د طلوع نیوز د خبریال صمیم فرامرز او تصویر اخیستوونکي رامز احمدي په ګډون چې د لومړي ځانمرګي برید د خبري پوښښ لپار سیمې ته تللي وو، د ۲۵ تنو ژوند واخیست.

په بلخ کې خبریالان، ټینګار کوي چې حکومت باید دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او د دغو بریدونو اصلي طرحه کوونکي په ګوته او محکمې ته یې وکاږي.

د هېواد په شمال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول بشیر انصاري څرګنده کړه:«موږ د ملي یووالي حکومت له مشرانو – له دواړو ډاکټرانو، ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله – څخه غواړو چې موږ نور ستومانه شوي یوو، موږ نور غندنه نه غواړو، موږ بدلون غواړو او موږ نور نه غواړو چې د خپلو عزیزانو په ویر کېنو.»

د هېواد په شمال کې د نی بنسټ مسووله مبینه خیراندیش هم وویل:«که‎چېرې وضعیت همدا شان وي، که‎چېرې د حکومت بې پامي همدا ډول دوام پیدا کړي؛ د هر یوه په تمه یوو.»

دا خبریالان وايي چې د تېرې ورځې بریدونه طرحه او پلان شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې درې اوونۍ مخکې هم د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز ځانمرګی برید شوی وه چې کابو ۵۰ ولسي وګړي یې ووژل او ۸۰ تنه نور یې ټپيان کړل.

شریک یي کړئ