Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"حاجي دلاور د مشرانو جرګې پخوانی سلاکار و؛ دوسیه دې وڅېړل شي"

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وايي حاجي دلاور هغه کس چې د کابل پولیسو له خوا له ترهګرۍ د ملاتړي په تور نیول شوی، د ولسي جرګې یو پخوانی سلاکار دی او له هغه سره هېڅ ډول اړیکه نه‎لري.

په داسې حال کې چې ښاغلی مسلمیار د ښاغلي دلاور د دوسیې پر څېړلو ټینګار کوي، له ده سره د دغې دوسیې تړل د ځان په وړاندې توطیه ګڼي. 

د مشرانو جرګې ريیس د حاجي دلاور د نیول کېدو او همدا ډول د دې شخص د هویت د بربنډېدو د څرنګوالي له کبله پر کورنیو چارو وزارت نیوکه کوي.

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار په دې اړه زیاته کړه:«زه داسي مور په زانګو کې نه یم لوی کړی چې ستاسو له دا راز تبلیغاتو ووېرېږم یا دې پر ما کوم څه راشي دا په وروستیو پنځو کلونو کې لومړی او دویمه دسیسه نه ده دا اتمه یا نهمه دسیسه ده او هر کال یوه یوه دسیسه رامخته کېږي.»

د مشرانو جرګې ازاد بحث هم تر ډېره د دې جرګې د سلاکار حاجي دلارو د نیول کېدو پر موضوع را څرخي.

د مشرانو جرګې غړی عبدالطیف نهضت‎یار وویل:«له کله چې حاجي دلاور نیول شوی حتا کور یې هم فېسبوکي شوی دا (انځورونه) رسنیو ته چا ورکړي، دا کار قصدي دی غواړي چې د مشرانو جرګې نوم بد کړي.»

د مشرانو جرګې بل غړی غلام محیی الدین منصف هم وايي:«تر هغې چې تورن د واک لرونکې محکمې لخوا محکوم نه شي بې ګناه شمېرل کېږي پر دې اساس په فېسبوک او یا هم رسنیو کې د کس د څېرې خپرول د قانون پر خلاف کار دی.»

په دې اړه و نه توانېدو چې د کورنیو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو هېوادوال د کورنیو چارو وزارت پر دې کړنې خوښ دي.

کابل مېشتی محمد سنګر څرګنده کړه:«موږ د کورنیو چارو وزارت له کړنې هرکلی کوو او غواړو چې دا ډول جنایت کاران ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګول ته یې وسپاري.»

کورنیو چارو وزارت د فضل الهادي مسلم‌یار  پخوانی سلاکار حاجي دلاور له ترهګرۍ پر ملاتړ، جعلي اسنادو، د پاکستاني پېژندپاڼو په لرلو او همدا ډول د وسلو د لېږد په تور نیولی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، دا شخص په جعلي نوم سره د مشرانو جرګې د سلاکار په توګه پېژندل شوی و.

شریک یي کړئ