Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جرأت د زوی پر وژلو تورن د محکمې له حکم پرته درې کاله بندیان دي

په هغو سندونو کې چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي، ښکاري چې حاجي عبدالرحیم له خپل زوی نبي الله سره، د امنیت شورا د مرستیال جنرال دین محمد جرأت زوی د وژلو په تور د محکمې له حکم څخه پرته کابو درې کاله کېږي چې په بندخونه کې په بې برخلیکۍ کې شپې ورځې تېروي.

په یوه دغه سند کې د بندخونو عمومي رییس کورنیو چارو وزارت ته لیکلي، حاجي عبدالرحیم او نبي الله چې د جنرال جرأت د وزی په وژنه تورن دی د جزايي اجراتو د قانون د ۱۰۱ مې او ۱۰۳ مې مادې خلاف له درېیو کلونو راهیسې د محکمې له حکم پرته په زندان کې دی او باید برخلیک يې مالوم شي.

یو بل سند چې زموږ لاسته راغلی په‎کې ښکاري چې لویې څارنوالۍ له سترې محکمې دری ځلې غوښتي چې د دغو کسانو برخلیک مالوم کړي خو تراوسه سترې محکمې هېڅ حکم نه دی صادر کړی.

خو حاجي عبدالرحیم چې اوس هم په زندان کې دی وایي، دری کاله مخکې د جنرال جرأت د زوی په  وژنه کې يې هېڅ ونډه نه ده لرلې، او د خپلو ادعاګانو سندونه یي هم عدلي اوقضايي بنسټونو ته وړاندې کړي دي، خو ولسمشر له ښاغلي جرأت څخه سیاسي ملاتړ کوي.

هغه زیاتوي:«کابو درې کاله تېرېږي چې نه چا دوسیه فیصله کړې هماغې لومړنۍ محکمه کې چې ده او ده هره ورځ زموږ وکیل قاضي القضات ته مراجعه کوي، موږ تللي وو چې عدالت تأمین شي موږ نه پوهېدو چې دا ډول بې غوري ده.»

په دې تړاو ونه توانېدو چې د سترې محکمې او ولسمشرۍ ماڼۍ نظر ترلاسه کړو خو دین محمد جرأت دغه اداعاوې رد کړې دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«د دغې موضوع په اړه له هرې مرجعې سره اړیکه نیول شوې او ژر تر ژره د هغوی دوسیه طی مراحل کېږي.»

د جزایي اجراتو د قانون ۱۰۱مې مادې پر بنسټ محکمه باید د تورن کس د دوسیې په تړاو تر څلورو میاشتو حکم صادر کړي او له دې مودې وروسته د تورنو کسانو شتون د محکمې له حکم پرته ناقانونه شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ