ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې، لږ تر لږه ۵۷ بلواګري وژل شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په دغو بریدونو کې ۸ تنه نور بلواګري ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت ویلي چې دغه بریدونه د کونړ، هملند، بغلان، کندهار، ننګرهار، هرات، عزني، بدخشان، ارزګان، نیمروز، پکتیا، فاریاب، خوست، سرپیل او لوګر ولایتونو کې ترسره شوي دي.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د هوايي بریدونو په لړ کې، د بلواګرو دوه پټنځایونه او ځينې وسلې هم لهمنځه تللي دي.
ملي دفاع وزارت د دولتي ځواکونو او ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.