د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له ولسمشر، ولادمیز پوتین سره د نړۍ یو شمېر مسایلو ترڅنګ د افغانستان په تړاو هم خبرې درلودې.
روسیه همداراز د سولې په خبور کې د طالبانو د دریځ دپیاوړې کېدو خبر ورکوي.
کرملین ماڼۍ وايي وايي چې د افغانستان د جګړې له پای ته رسېدو د حل لار پېچلې ده او د طالبانو دریځ د پیاوړې کېدو په حال کې دی.
روسیه د مسکو او واشنګټن همکاري په افغانستان کې د ځواک انډول لپاره یوه اړتیا بولي.
له بلې خوا مایک پومپیو ویلي دي:«په افغانستان کې موږ ښه کارونه ترسره کړي کړي دي. موږ یوځای له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کار کوو.»
د کرملین ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي:«ولسمشر پوتین د افغانستان په اړه وویل چې د حل لار په دې هېواد کې پېچلې ده، ځکه دا بهیر ستونزمن دی. او له دې ډول دریځ سره طالبان پیاوړي کيږي. نو موږ د ځواک انډول لپاره همکارۍ ته اړتیا لرو.»
مخکې له دې د پریل میاشتې په پنځه ویشتمه مسکو د افغانستان په تړاو د چین او امریکا د درې اړخیزې ناسته کوربه وو. په دې ناسته کې له طالبانو نه غوښتنه شوې وه چې له افغان حکومت سره خبرو ته کیني.