Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امام زمان پر جومات د برید قربانیان نن خاورې ته سپارل شول

هغه کسان چې د امام زمان پر جومات د جمعې د ماښام په برید کې يې ژوند بایللی، د دشت برچې په هدیرو او د کرخ د غره لمن کې یې جسدونه ته خاورو ته سپارل شوي.

ځېنې هدیرو ته جسدونه بېل بېل او ځېنو ته هم ډلې ډلې راوړل کېږي.

د جنازې دې مراسمو ته ډېر خلک راغلي، ټول د هغو کسانو ویر کوي، چې د جمعې ماښام په پېښه کې وژل شوي دي.

د امام زمان جومات، ملا امام د پېښې لومړنی قرباني دی، دې ځای ته یې جسد راوړل شوی، د دې لباره چې خاورو ته یې وسپاري.

دې مراسمو کې دیني عالمان، د هېوادوالو ترمنځ په همپالنې ټینګار کوي.

د جوماتونو د دیني او امنیتي چارو د تنظیم د کمېسیون رییس محقق زاده په دې اړه وویل:«زموږ خلک انشاالله له هغې ډېرې بیداره دي، چې د دغو توطیو ښکار شي.سمه ده چې زموږ د ډېرو هېوادوالو شهیدېدو ډېرې کورنۍ اغېزمنې کړي دي.»

د یوه قرباني خپلوان امان الله دادګر په دې اړه وايي:«د حکومت لومړنۍ دنده د افغانستان د اساسي قانون پر سمون کې، د هېوادوالو د امنیت تأمین دی، کله چې حکومت د هېوادوالو د امنیت په تأمین کې ناتوانی دی، نو پر دغه دولت دې شرم وي.»

د کورنیو چارو وزارت وایي، دې پېښه کې ۳۹ کسان وژل شوي، خو د جوماتونو د دیني او امنیتي چارو د تنظیم کمېسیون غړي وايي، دې پېښه کې شاوخوا ۶۰ کسانو ژوند بایللی.

شریک یي کړئ