په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان امنیتي او هوايي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ۶۷ ترهګر وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاهنه کې چې د جمعې په ورځ خبره شوې ویلي چې دغه عملیات په تېرو څلورېشتو ساعتونو کې د افغان امنیتي او هوايي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.
د دفاع وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کې ګمانډويي ځواکونو هم ونډه لرله او هوايي ځواکونو دولس زره ترهګر په نښه کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي:«د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پلان شوي چاڼيز او یرغلي بریدونه، ۱۱۴ ځانګړي کمانډويي موردونه او د دښمن پر مورچلو ۱۲ هوايي ګوذارونه، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هېواد د وګړو د ځان او مال خوندیتوب او د ترهګرو د ځلو په پار ترسره شوي دي. د دغو عملیاتو په پایله کې ۶۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.»
ملي دفاع وزارت همدارنګه وايي چې په دغو عملیاتو او بریدونو کې، ۲۸ ترهګر ټپیان شوي دي.
دا عملیات د ننګرهار، غزني، پکتیا، لوګر، کندهار، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان، بلخ او هلمند په ولایتونو کې په لاره اچول شوي وو.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په غزني، فراه، ارزګان، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې هوايی بریدونه هم ترسره شوي دي.
د نوموړي وزارت د چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې د ترهګرو یو اندازه وسلې، او څو پټنځایونه هم له منځه تللي دي.