Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

داندراګاندي روغتون ډاکټرانو له یو بل سره دوه نښتي ماشومان جلا کړل

کابل کې د اندراګاندي د ماشوم روغتیا، روغتون ډاکټرانو دوی ستونزمن عملیات په بریالیتوب سره ترسره وکړل؛ په دغو دوو عملیاتو کې یو یې د هغو دوو ماشومانو د بېلولو عملیات وو، چې سره نښتي وو.

د ماشوم روغتیا، روغتون رییس نورالحق یوسف زی وایي، د دغو دوو ماشومانو لویه کلمه سره نښتې وې او یوه نوي زېږیدلي ماشوم مقعد نه درلود.

هغه زیاته کړه:«له یول سره نښتي وو او د هاضمي سیستم وروستۍ برخه یې سره نښتې وه او د دغه یوه ماشوم وضعیت له عملیات څخه وړاندې هم ښه نه وه او له همدې امله پرېکړه وشوه چې باید بېل شي.»

دی وایي،  دا ماشومان د کندز په داسې یوه سیمه کې زېږېدلي چې روغتیایي خدمتونو ته یې لاسرسی نه درلود.

د اندراګاندي د روغتون د ډاکټرانو بل بریالی عملیات، د هغه ماشوم د سر عملیات وو، چې یوې دانې د هغه د دماغ نیمه ساحه یې نیوله وه.

په دغه روغتون کې جراح حیات الله خپلواک وايي:«هغه سیست چې موږ وویست ډېر نازکه سیست دی؛کابو د یوې خامې هکۍ په بڼه، که‎چېرې ډکه وخوري څیرې کېږي او که‎چېرې په دقیقه توګه عملیات نه شي، شونې ده د هغه وینه په دماغ کې خپره شي.»

د انډارګاندي روغتون دغه جراح وايي چې دغه ماشوم کابو له یوې میاشتې راهیسې تر درمنلې لاندې وه.

هغه زیاتوي:«موږ پرېکنده تصمیم ونیو چې باید د دغه مریض درملنه وکړو،هر ډول چې وي.»

دا دوه ستونزمن جراحي عملیات داسې مهال هېواد کې شوي، چې هر کال لسګونه هېوادوال د درملنې لپاره له افغانستان نه دباندې ځي.

په کابل کې د اندراګانې د ماشومانو د روغتیا په روغتون کې،دوه اوونۍ وړاندې د یوه ۷ کلن ماشوم له دماغ څخه یې یوه ۳۷۵ ګرامي دانه بهر کړه.

شریک یي کړئ