Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نورستان اوسېدونکي د روغتیایي خدمتونو له کموالي شکایت کوي

د نورستان اوسېدونکي وایي، چې په دغه ولایت کې وړاندې کېدونکي روغتیایي خدمتونه په هغه کچه نه دي چې د نوموړي ولایت د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي.

نورستان کې مېشت ډاکټران او د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم د روغتیایي مرکزونو لپاره د مناسبو ودانیو نشتون هغه څه یادوي چې له امله یې دوی نه شي کولی خلکو ته غوره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
.راضیه د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکې ده، هغه د نورستان مرکز پارون کې د پروین نورستانۍ په نوم یوه روغتیايي مرکز کې د قابلې په توګه دنده لري

راضیه نورستان کې د ښځینه ډاګټرانو لپاره د اسانتیاوو له نشتوالي نا خوښه ده - نوموړې وایي، هره ورځ یو ساعت په سړه هوا کې په پلی مزل کوي چې ځان دندې ته ورسوي.

راضیه زیاتوي، سره له دې چې په سختو شرایطو کې دندې ته دوام ورکوي خو تر اوسه د ژوند تېرولو لپاره مناسب ځای نه لري.

راضیه وايي:«موږ ټرانسپورټي ستونزې لرو، نیم او یا هم یو ساعت پیاده مزل کوو. او همدارنګه د اوسېدو د ځای ستونزه هم مطرح ده، ځکه موږ له بلې ولسوالۍ دلته مرکز ته راغلي یوو او په کرایي کورونو کې اوسېږو.»

نورستان تر دا مهاله ولایتي روغتون نه لري، د دغه ولایت اوسېدونکي له یو شمېر عادي ناروغیو پرته د نورو هغو د درملنې لپاره اړ دي چې کونړ، جلال آباد او یا نورو ولایتونو ته سفر وکړي.

د نورستان اوسېدونکي ګیله کوي چې یاد ولایت ته د روغتیا په برخه کې د نورو ولایتونو په ډول پاملرنه نه ده شوې.

دوی که څه هم د پخوا په پرتله د روغتیایي خدمتونو اوسنی وضعیت ښه بولي خو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته معیاري ودانۍ جوړې شي اوله کرایي کورونو را وایستل شي.

د نورستان اوسېدونکی عین الدین چې ناروغ هم دی په دې اړه وايي:«دا د ویاړ ځای دی دلته د نورستان په پارون کې چې یو غرنی ولایت دی دا ډول عملیات کېږي. خو په معیاري او د ولایت په کچه ولایتي روغتون نه لرو دا موږ ته د اندېښنې وړ خبره ده.»

نورستان کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د معیاري ودانیو د نشتون له امله دا مهال نږدې ۶۰ سلنه روغتیایي خدمتونه په کرایي کورونو کې وړاندې کېږي.

ډاګټران او د عامې روغتیا ریاست چارواکي نورستان کې اوسني روغتیايي مرکزونه د دغه ولایت د ناروغانو د درملنې لپاره بسندویه نه بولي او غوښتنه کوي چې پارون کې دې ولایتي روغتون جوړ شي.

نورستان کې یو تن ډاکټر سفر جان هاشمزی وايي:«دا یو ولایت دی او دا د نورستان ولایت په مرکز کې یو «سي اې سي پلس» کفایت نه کوي او باید موږ ته یو ولایتي روغتون جوړ شي.» 

د عامې روغتیا ریاست د صحي شکایتونو د برخې مسوول ډاکټر میر اعظم څرګنده کړه:«دا یوه غریبه سیمه ده، په هغې کې چې کوم تعمییر پیدا کېږي، هغه دومره سټنډرډ ودانۍ نه دي. ځکه چې هر سړي د ځان لپاره کور جوړ کړی، او په هغې کې موږ خدمات وړاندې کوو، زموږ د عامې روغتیا یوه ډېره لویه لاسته راوړنه ده. چې په کمو امکاناتو باندې، داسې خدمات وړاندې کوو چې هېڅوک یې نه شي کولای.»

د نورستان سیمیز چارواکي هم مني چې دغه ولایت کې د روغتیا په برخه کې ځینې ستونزې شته خو وایي، راتلونکی کال به د ولایتي روغتون له جوړېدو سره سم د ناروغانو ستونزې تر ډېره هوارې شي.

د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي وویل:«ښږ کال د ولایتي روغتون کار له یو څه ځنډ سره مخ شوی و، خو انشاالله سږ کال د دغه روغتون کار به تکمیل شي او کټو اختیستو ته به وسپارل شي. او له هغې وروسته به د ښځينه و او نارینه و په ډاړو برخو کې به د ټرانسپورټي او اوسېدو ځای په اړه ستونزې به حل کړو.»

شاوخوا ۳ کاله وړاندې په نورستان کې د ولایتي روغتون د جوړولو چارې پیل شوې وې خو د عامې روغتیا ریاست په خبره له ساختماني شرکت سره د ستونزو له امله یو کال کېږي کارونه یې ځنډېدلي دي.

 د عامې روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې دا مهال په ټول نورستان کې ۳۷ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې ۱۵۲ زره خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

شریک یي کړئ