Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنايي جرمونو زیاتوالي په تړاو د کابل اوسېدونکو اندېښنې

د کابل یو شمېر اوسېدونکي امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه پولیس د پلازمېنې د امنیت په تامین کې په ناغېړیو تورنوي او زیاتوي چې د دوی بې پرې‎والی د کابل په مرکزي سیمو کې د جنايي جرمونو لامل کېږي.

په وروستۍ پېښه کې چې دوه شپې مخکې(شنبې د شپې) رامنځته شوې، د تخار ولایت سناتور، افضل شاملد یو شمېر وسله‎والو لخوا ټپي او مېرمن یې ووژل شوه.

دا پېښه د کابل په ترافیکو څلورلاره کې چې د پلازمېنې مرکزي سیمه ده، رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«د کابل څلورمې حوزې سیمه کې د شپې کابو درې بجې د سناتور په ګور کې ډزې کېږي، پولیس اوس مهال خپلې څېړنې پیل کړې دي او کله چې دا موضوع روښانه شوه، څېړنې وروستۍ شوې، پایله به یې له تاسو سره شریکه کړو.»

په همدې حال کې یو شمېر د کابل اوسېدونکي وايي چې امنیتي ځواکونه د جرایمو په مهار کې ناتوانه دي.

د کابل اوسېدونکی، محمود وايي:«امنيتي ځواکونه یوازې د څو سیاستوالو او د ارګ کارکوونکو لپاره چې د لویې جرګې لپاره لاره بندوي، امنیت نیسيو موږ داسې امنیت نه غواړو.»

د کابل بل اوسېدونکی، عارف زیاتوي:«د ټولو ښاریانو غوښتنه همدا ده چې پولیس د حوزو امران د خلکو د امنیت په تامین کې هڅه وکړي تر څو خلک د ارامۍ احساس و کړي، اوس حالت ډېر خراب دی او دا د خواشینۍ ځای دی.»

په همدې حال کې د ولسمشر جرګې یو شمېر غړي کابل کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي لامل، وړ کسانو ته د کار نه سپارل بولي.

د ولسي جرګې  غړی، میرداد نجرابي وايي:«سابقه لرونکي پولیس چې هم سیمه کې بلد وو او هم یې د مجرم په اړه مالومات درلودل، هغوی یې له کابله بهیر لیږلي دي او هغه کسان چې تازه راغلي دي، له کابل سره اشنايي نلري بل د کابل د امنیه قومندانۍ مدیریت مطرح دی چې څومره هڅه کوي او هلک څومره همکاره دي.»

مخکې له دې د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د امنیتي حوزې امرانو ته یوه میاشت وخت ورکړی وو چې که د جرایمو په کمښت کې بریالي نشي، نو له دندو په ګوښه کړی شي.

د پلازمېنې په مرکزي سیمو کې د جرایمو زیاتولي د کابل اوسېدونکي اندېښمن کړي دي

شریک یي کړئ