د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې لس تنه طالب وسلهوالو خپلې وسلې پر ځمکه ایښي او د سولې له بهیر سره یوځای شول.
د ملي امنیت د خبرپاڼې له مخې یاد کسان د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې فعالیت کاوه.
خبرپاڼې زیاته کړه ده چې دې کسانو په ورانکارو کړنو لاس پورې کاوه.
سولې سره د یوځای شویو کسانو مشري د اسماعیل په نامه کس کوله چې په فواد مشهور وه.
دې کسانو له ځانه سره یو شمېر وسلې چې په کې ۵کلاشینکوفونه، دوه تومانچې، یو راکټ او یو شمېر نورې وسلې راوړي دي.