Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو له ملاتړه د لاس اخیستو په پار د روسیې په لیکنې بڼه ژمنه

د سولې لپاره د ولسې حرکت غړي وایي، چې روسیې په لیکنې بڼه ژمنه کړې چې د افغان حکومت له هېڅ مخالفې وسله‎والې ډلې به ملاتړ ونه‎کړي.

د دغه حرکت مشر وایي، په کابل کې د روسیې سفارت په سند کې د افغان حکومت له مخالفو وسله‎والو سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړی دی.

د دغه ولسې حرکت غړو شپږ ورځې د روسیې سفارت مخې ته پرلت کړي وو او نن به دوی د پاکستان سفارت ودانې په وړاندې پرلت پيل کړي.

د دې حرکت غړي ظاهرا د دې سفارت په مخکې له شپږ ورځني پرلت خوښ ښکاري.

د سولې غوښتنې د ولسي حرکت  مشر اقبال خیبر په دې اړه وویل:«موږ له هغوی څخه په لیکنې بڼه یو سند ترلاسه کړ. چې په دغه سند کې، هغوی منلې چې له جنګیالیو سره مرسته نه کوي او له دې وروسته به یې هم ونه کړي.»

د روسیې د سفارت په لیک کې راغلي له طالبانو سره د دوي د اړیکو مخینه په افغانستان کې د خپلو وګړو د امنیت او همداراز له افغان حکومت سره خبرو ته د حاضرېدو لپاره وه.

د دغه حرکت غړي په خپل وروستي پيغام کې د روسیې له حکومت او خلکو غواړي باید مسکو د یوه پیاوړي هېواد په توګه د سولې په برخه کې د مرستې لپاره د افغانستان پر ګاونډیو فشار راوړي.

د دغه حرکت غړي له دې وروسته د پاکستان د سفارت په لور ځي ترڅو په هغه ځای کې د سولې غوښتنې غږ پورته کړي.

دوی وايي د دغه هېواد د سفارت په مخکې به څو ورځې تېرې کړي او د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره به مبارزه وکړي.

د دغه حرکت غړی لعل محمد ظهیر په دې اړه وویل:«ټولې هغه وژنې چې په افغانستان کې شوي، په هغه کې د پاکستان لاس وه او موږ غواړو چې نور له دې کاره لاس واخلي.»

دغه ولسي حرکت کابو څلور میاشتې مخکې په هلمند ولایت کې له یوه برید وروسته پيل شو چې له امله یې څه باندې ۵۰ تنه ووژل شول او وروسته د سولې کاروان اتو غړو له هلمنده تر کابله پلی مزل وکړ او په ۳۸ ورځو کې کابل ته راورسېدل، اوس له شلو ورځو راهیسې په کابل کې د سولې غوښتنې هڅو ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ