د لوګر پل علم ښار پر لسمه امنیتي حوزه نن سهار(چهارشنبه د غبرګولي۹مه) د ځانمرګو ډلهییز برید پای ته ورسېد.
د پولیسو چارواکي وايي، برید سهار پنځه بجې هغه مهال پیل شو چې لومړی یو باروړونکي مازدا موټربم د حوزې په دروازه کې چاودلی او له هغې وروسته دوه ځانمرګي بریدګر له وسلو سره د حوزې ودانۍ ته ننوتل.
دغه پولیس چارواکي زیاتوي، په نښته کې د حوزې د امر په ګډون شپږ پولیس او درې ټرافیک پولیس ژوند له لاسه ورکړی دی.
همداراز په دې پېښه کې حوزې ته د نېږدې کورونو ۴ ملکي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.
بلخوا د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند، شاه پور احمدزی، د بریدګرو شمېر درې کسه ښيي او پېښه کې یوازې د درېیو پولیسو د وژل کېدو ترڅنګ د اتو ملکیانو د ټپي کېدو خبره کوي.
احمدزی وايي، بریدګر له څو ساعته جګړې وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.