Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ماشومانو د ملاتړقانون د تصویب غوښتنه کېږي

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د نړۍوال صندوق مشر وايي، پارلمان باید د ماشومانو د ملاتړ قانون تصویب کړي، چې حقونه يې خوندي شي. 

اونو ون مینین نن (چهارشنبه، د لېندۍ ۱۴مه) په هغه نندارتون کې دا څرګندونې وکړې، چې د ماشومانو د ملاتړ بنسټ له لوري په کابل کې د کارګرو ماشومانو د ستونزو د څېړلو په مناسبت جوړ شوی و. 

اونو ون مینین وویل، که څه هم موږ د دوو ټاکنو تر منځ یو او ټول بوخت دي، خو بیا هم د ماشومانو د حقونو له خوندیتوبه باید ډاډ تر لاسه شي. 

هغه وویل: «له حکومتي چارواکو او افغان پارلمانه غواړو چې د ماشومانو د ملاتړ قانون تصویب شي، د دوو ټاکنو ترمنځ یو، یعنې داسې وخت دی چې ټول بوخت دي خو سره له دې غواړو ډاډمن شو چې دا قانون تصویبېږي.»

هغه وړاندې زیاته کړه، د دې قانون په تصویب سره به ډاډ تر لاسه کړي، چې د سولې په بهیر کې هم د ماشومانو حقونه خودي پاتې کېږي. 

اونو ون مینین څرګنده کړه: «همد اراز ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ماشومانو حقونه په تېره بیا د دوی د زده کړو حقونه خوندي پاتې کیږي.»

په ولسي جرګه کې د دې قانون ملاتړې وکیله فوزیه کوفي وايي، دا تمه لري چې دا قانون به تصوبېږي، په وینا يې: «کله چې د مېرمنو او ماشومانو د حقونو خبره کېږي، نو په نامریي توګه يې مخالفت کېږي.»

څه موده وړاندې د ماشومانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت هم پر ولسي جرګه نیوکې وشوې، چې د ماشومانو د ملاتړ قانون ولې نه تصویبوي؟

د دې قانون ملاتړي وکیلان وايي، چې څلورځلې د دې قانون متن بیا بیا لیکل شوی خو تصویب شوی نه دی. 

په دې قانون کې د اختلافي مسائلو له منځه یوه هم، د ماشوم عمر دی، چې پر اتلس کلنۍ يې ناندرۍ را ولاړې شوې دي. 

د ولسي جرګې غړی، نذیر احمد حنفي ویلي و: «ماشوم هغه دی چې اتلس کلنۍ ته نه وي رسېدلی، مګر دا چې د بلوغ نښې پکې ښکاره شي، یعنې که په شپاړس کلنۍ یا اوولس کلنۍ کې هم د بلوغ نښې ښکاره شي، ماشوم نه دی.»

د حقوق پوهانو د ټولنې غړی وحید فرزه‌يي وايي، له حقوقي اړخه په افغانستان کې تر اتلس کلنۍ پورې یو تن ماشوم ګڼل کېږي: «د افغانستان په قوانینو کې، په تېره بیا د جزا په مخکیني قانون کي او د سږ کال مدني قانون کې د بلوغ سن اتلس کلنۍ نیول شوی، تر اتلس کلنۍ ښکته ماشوم بلل کېږي او دا د افغانستان اقلیم ته په کلي کتو شوی دی.»

د رسمي سرچینو په حواله شاوخوا درې میلیونه کارګر افغان ماشومان موجود دي، چې نیمايي تر توان پورته سخت کارونه کوي. 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د ماشومانو په برخه کې شوې مرستې باید سمې ولګول شي. 

افغان ماشومان د جګړې د اور تر څنګ، د مخده توکو، بې سرپرستۍ، له زده کړو لرېوالی، فقر او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
 
شریک یي کړئ