په داسې حال کې چې لا هم د ولسي جرګې ټاکنو اړوند اعتراضونه دوام لري، ځينې سیاسي ګوندونه د ولسشمریزو ټاکنو لپاره چنې وهي.
لوی ملي ائتلاف، حزباسلامي او د حراست او ثبات شورا هم د راتلونو ټاکنو لپاره پر چنو بوخت دي.
تر اوسه د ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، محمد عمر داودزي او رحمت الله نبیل نومونه د احتمالي نوماندانو په ډول یادېږي.
د حراست او ثبات شورا غړی محمد عمر داودزی وایی، له پخواني ولسمشر حامد کرزي او له اوسني ولسمشر سره هم خبرې کېږي.
هغه زیاته کړه: «له پخواني ولسمشر حامد کرزی سره هم پر خبرو دي، ځينې کړۍ له اوسني ولسمشر سره هم پر مشورو دي، له اجراییه رییس سره هم مشوره کوي او دا مشورې ګټورې دي. ښکاري چې ډیموکراسي ورو ورو پخېږي.»
په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوملیکنې ته څو ورځې پاتې دي، حزباسلامي وايي دوی هڅه کوي چې یو یا دوه ټاکنیز ټیمونه جوړ کړي.
د دې ګوند د رهبري شورا غړی، همایون جریر وايي: «حزباسلامي او نور ګوندونه تیار دي، موږ ټاکنیزو ټیمونو ته ترجیح ورکو، چې ټول اغېزمن ګوندونه په یوه ټاکنیز ټیم کې را ټول شي او یو نوماند ولري، که نه کېدله ښايي یو یا دوه ټاکنیز ټیمونه جوړ کړو.»
د جنبشاسلامي مشر جنرال عبدالرشید دوستم چې د ملي یووالي حکومت کې يې ناندرهییز سیاسي وضعیت درلود، تر اوسه نه دي ویلي چې راتلونکو ټاکنو کې به د ولسمشر غني ملاتړ وکړي کنه.
د دې ګوند غړی عبدالله قرلق وايي: «د جنبش اسلامي رهبري تر اوسه پرېکړه نه ده کړې، چې په راتلونکو ټاکنو کې هم د ولسمشر غني له اوسني حکومت سره پاتې شي، که له فعلي حکومته د باندې.»
وړاندې تر دې سیاسي ګوندونو ویلي و، که د ولسې جرګې د ټاکنو پایلې يې زړه ونه منلې، نو د ولسمشریزو ټاکنو د مدیریت لپاره پر ټاکنیزو کمیسیونونو باور ونه کړي.
ټاکل شوې ولسمشریزې ټاکنې د را روان کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي.