Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي ولسي جرګې ته ځواب ویلو ته حاضر نه شول

ولسي جرګې نن شنبې (د تلې ۸ مه) د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي یې په دغه کمېسیون کې د فساد، د اختلافونو په اړه ځواب ویلو ته رابللي وو، خو د دغه کمېسیون غړي ولسي جرګې ته حاضر نه‎شول.

د ټاکنو د خپلوا ک کمېسیون د دارلانشا رییس امام محمد وریماچ وايي چې د قانون پربنسټ ولسي جرګه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو د استجواب حق نه لري.

هغه څرګنده کړه:«که‎چېرې له قانوني پلوه موږ وګورو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره کوم قانوني مکلفیت نه‎لري او له اخلاقي پلوه غوره ده چې د ملت کار ته راشي او ځواب ووایي.»

خو د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وایي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دا کار، د قانون تر پښو لاندې کول دي.

ښاغلي ابراهیمي وویل:«ولسمشر ته یو مکتوب لېږو چې د ملت د کور او د افغانستان د خلکو له ارادې دا شان سرغړونه د قانون پر خلاف دی او د منلو وړ نه دی او له ولسمشر صاحب سره دا موضوع شریکه کړو.»

له دې سره باورونه دادي، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي، د ټاکنو د مدیریت وس نه لري.

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی وايي:«د دغو کمېشنرانو په شتون کې په افغانستان کې د ټاکنو ترسره کېدل ناشونې دي او تراوس پر هغوی د فساد تور پورې دی.»

له دې ټولو نیوکو سره سره، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاء مشر ټینګار کوي، چې ټاکنې به په خپل وخت وشي او د کمېسیون په کارونو هېڅ مشکل نشته.

د ټاکنو کمېسیون د غړو پر بې وسۍ اندېښنه، د فساد تورونه او د همدغه کمېسیون د غړو ترمنځ اختلاف؛ ولسي جرګې ته د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو د وربللو لاملونه وو، خو د دغه کمېسیون غړي، جرګې ته حاضر نه‎شول.

شریک یي کړئ