د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د سېشنبې په ورځ (د وږي په ۲۱ مه) وویل چې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره یوه ښه ټاکنه د دغې کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان د ګډې ګزمې رامنځته کېدل دي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د ډیورنډ هغې غاړې ته، اغزن سیم غځولی او هیله ده ترڅو پاکستان هم د دغې کرښې په اوږدو کې، اغزن سیم وغځوي ترڅو له ترهګرۍ سره په ښه بڼه مبارزه وشي.
هغه زیاته کړه:«موږ هلته (د ډیورنډ کرښې هغې غاړې) ته به اغزن سیم وغځوو او د افغانانو له خوا هم د اغزن سیم له غځولو هرکلی کوو.»
دغه څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ،پاکستان یې ترهګرو ته د پناه په ورکولو تورن کړ، هغه ادعا چې پاکستان هغه نه مني.