Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرزي لخوا د امریکا د تګلارې د ناکام بللو په اړه غبرګونونه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ ترکیه کې په یوه ناسته کې په افغانستان کې د امریکا پر تګلارې نیوکه وکړه او ویې ویل، دغې تګلارې یوازې ویجاړۍ او ډېره مرګ ژوبله رامنځته کړې ده.

ښاغلي کرزي په دې اړه ویلي:« امریکا په افغانستان کې د ترهګرو د ماتې په چاره کې پاتې راغلې. د افغانستان د خلکو لپاره د دې پاتې راتلو پایلې غمونه وو چې د درنو زیانونو لامل شوی دی. اولس کاله تېر شول خو اوس هم خلک وژل کېږي، یوازې تېره ورځ د افغانستان په ختیځ کې شپږ ویشت کسه د ټاکنیزو مبارزو پرمهال قرباني شول.»

پخواني ولسمشر په دې ناسته کې وویل، د افغانستان په جګړه کې نه یوازې د ملکي خلکو مرګ ژوبله  زیاته شوې بلکې د ترهګرو او سخت دریځو ډلو د بېلګې په توګه د حقاني او داعش ډلو فعالیتونه هم ډېر شوي دي.

خو د سیاسي چارو ځينې کارپوهان د ښاغلي کرزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې، وايي چې دا څرګندونې د هغه شخصي لیدلوری دی.

د سیاسي چارو شنوونکی رحمت الله بېژن پور وايي:«ښاغلی کرزی د استحقاق له څوکۍ خبرې کوي؛ چې ښاغلیه موږ په هغه وخت کې مخالفت وکړ، موږ پوهېږو چې امریکایان پر هغه عمل نه کوي او وی په خپل سر عمل کوي. لوبه یې د افغانستان له مسایلو پرته بل څه ده او هغه ادعاګانې چې ښاغلي کرزي لرلې په واقعیت اوړي. دولت له ښاغلي کرزي وروسته له بده مرغه کړنه یې ډېره عجبه او غریبه شوې ده.»

په ورته وخت کې ځينې کارپوهان په یو ډول له ښاغلي کرزي سره همنظره دي د هغوی په باور د افغانستان لپاره د امریکې تګلاره په ځينو برخو کې اغېزمنه وای نه ده.

د سیاسي چارو کارپوه احمد شاهین په دې اړه څرګنده کړه:«ښاغلي کرزي د خپل حکومت په وروستیو کې د سیمې په اړه یو ډېر شدید لیدلوری رامنځته کړ او له سیمې سره یې داسې اړیکه جوړه کړه چې سیمه کې اړیکه یې له نړۍ سره په مقابلې، ناټو او په مشخصه توګه له امریکا سره نندارې ته وړاندې کړه.»

کله چې پخواني ولسمشر په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د کابل او واشنګټن د امنیتي تړون له لاسلیک ډډه وکړه نو هغه د امریکا  پر وړاندې په یوه سیاسي ضد څېره بدل شوی دی.

دغه راز پخواني ولسمشر ټینګار وکړ، چې هیله لري ترڅو امریکا په افغانستان کې د جګړې پرځای د سیمې له لویو ځواکمنو سره په ګډې همکارۍ سره افغانستان کې د سولې لاره چاره ولټوي.

شریک یي کړئ