د ملي امنیت لوی ریاست په یوې خپرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې راغلي دي چې د دغه ریاست ځواکونو په فراه ولایت کې د دوو طالب قومندانانو په ګډون د دغې ډلې ۱۱ اورپکي وژلي دي.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دغه طالبان د بالابلوک ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د طالبانو پر یوه مرکز د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي په دغه برید کې د طالبانو دوه قومندانان مولوي عبدالرازق او مولوي محب الله وژل شوي دي.
ویل کېږي په دغو عملیاتو کې د طالبانو ځینې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
خو، طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.