Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له دیني عالمانو د ولسمشر غوښتنه؛ فاسدان د مبنر له لارې افشا کړئ

د هیواد دیني عالمان او د جوماتونو ملا امامان د چارواکو په ګمارنه کې فساد، هېواد کې د اداري فساد لویه بیلګه بولي. دوی د یوه پریکړه لیک په صادرولو، د فساد پراختیا په هېواد کې د بې ثباتۍ او بې عدالتۍ اصلي لامل بولي او په دې برخه کې پر جدي مبارزې ټینګار کوي. 

په هېواد کې ورځ تر بلې د اداري فساد د ډېرېدو، دغه ديني عالمان او د جوماتونو خطیبان مجبورکړي چې کابل کې سره راټول شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال، عبدالخبیراوقچون د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:«له ادارې فساد سره د مبارزې او له اداري فساد سره د مبارزې پر ستراتیژۍ د قانون پر پلې کولو تعلل ونکړو او د ټولنې ټولې برخې په دې مبارزه کې شرېکې کړو.»

په همدې حال کې د دې ناستې په دویمه او د مراسمو په وروستۍ ورځ د ملي یووالي حکومت مشرانو له اداري فساد سره د مبارزې په موخه د دیني عالمانو پر همکاریو ټینګار وکړ او علماو ته یې په خطاب کې وویل‎:«آیا پر غصب شوې ځمکې لومنځ روان دی؟ کله چې پر غصب شوې ځمکې لمونځ روا نه وي، نو بیا دا خلک څنګه ځمکې غصب کوي؟ غواړئ چې نومونه یې واخلم تر څو تاسو یې د جوماتونو د منبر له لارې د هغوی نومونه واخلئ.»

همداراز اجرائیه رئیس هم له فساد سره د مبارزې په کار کې د دیني عالمانو رول اغیزناک بولي.

اجرائیه رئیس،عبدالله عبدالله وايي:«کمزورې حکومت‎ولي د فساد پیاوړتیا لامل کېږي او فساد د حکومت لا کمزورتیا لامل کېږي. که نا امنۍ پر فساد اغیزه لري نو فساد هم نا امنۍ راولي.»

د دې ناستې ګډونوالو د یوه اته ماده ییز پرېکړه لیک په ترڅ کې له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل، چې د فاسدو کسانو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي او له لوړبوړو دولتي چارواکو غواړي څو په دې برخه کې له ادارو ملاتړ وکړي.

د عالماو د شورا غړی، قاسم حلیمي څرګندوي:«اداري فساد هېواد کې د نا امنیو او بې عدالتیو زیاتوالي لامل شوی دی او له بده مرغه زموږ هېواد د نړۍ فاسدو هېوادونو په نوملړ کې دی.»

په همدې حال کې د هېواد لوی څارنوال په د ناستې ګډونوالو د غوښتنو پر پلې کولو ټينګار کوي.

لوی څارنوال، فرید حمیدي په دې اړه وايي:«د وړاندیزونو پر جزئياتو زموږ همکاران کار کوي. زه ژمنه کوم چې په امانتدارۍ سره د کنفرانس په راپور کې وړاندې شي، ولسمشر ته به د پرېکړې په موخه واستول شوي، د قانون حاکمیت عالي شورا او له فساد سره د مبارزې او ټولو ته به وړاندې شي، او د پلې کېدونکو موخو باندې به بدل شي.»

له دې مخکې سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدوایالاتو ځانګړي پلټونکي ویلي چې له اداري فساد سره د مبارزې په موخه افغان چارواکو یواځې لس په سلو کې خپلې ژمنې عملي کړي دي او وې نشوای کړای څو د زورواکو او فاسدو اشخاصو مخه ونیسي.

خو د ملي یووالي حکومت بیا له اداري فساد سره مبارزه له خپلو لومړیتوبونو بولي او په دې تړاو د یو شمېر دولتي چارواکو د محاکمه کولو څخه یادونه کوي.

مخکې له دې سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدوایالاتو ځانګړي پلټونکي ویلي چې له اداري فساد سره د مبارزې په موخه افغان چارواکو یواځې لس په سلو کې خپلې ژمنې عملي کړي دي 

شریک یي کړئ