Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوی‎څارنوال: خپل سري نیونې پای‎ته ورسوئ

د هېواد لوي څارنوال فریدحمیدي د سه شنبې په ورځ(د کب۱۵مه)د ښځینه څارنوالانو د آزموینې په مراسمو کې دوی ته وویل چې وروسته له دې په خپل سر نیونې پای ته ورسوي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړ چې د هېوادوالو حقوق او آزاديو ته درناوۍ وکړي او څارنوالان باید په خپل نیونې او غیر ضروري توقیفونه ونکړي.

لوی ځارنوال، برید حمیدي زیاته کړه:«د څو ساعته بندي کولو سره د یوه کس عزت، حیثیت او کرامت ته زیان رسيږي او د یوې  کورنۍ تر پښو لاندې کېږي. زه وړاندیز کوم چې په کارونو کې ډېر دقت وکړئ او نه باید غیر ضروري او خپل سر نیونې وکړې.»

له بلې خوا ښځینه څارنوالانې په هېواد کې د تاوتریخوالي په کمولو کې خپل رول اغیزمن بولي.

څارنواله، بسیمنه څرګندوي:«هغه ښځه چې خپل درد نارینه ته نشي ویلی، یوازې ښځو ته یې ویلی شي، نو اړینه ده چې په ټولو بنسټونو کې په ځانګړې توګه عدلي او قضايي بنسټونو کې ښځې وي.»

لینا وايي:«په ټول هېواد کې په ځانګړې توګه ناامنو ولایتونو کې د ښځينه څارنوالانو ونډه ډېره اړینه ده او دوی کولی شي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کموالي کې رول ولري.»

په همدې حال کې ښاغلي حمیدي خبر ورکړ چې لنډ وخت کې به د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې ښځېنه څارنوالانې په دندو وګماري.

ښاغلي حمیدي وړاندې وویل:«د یوې میاشتې په اوږدو کې چې ستاسو د کار بهیر پایته رسیږي او د هېواد په یو دېرشو ولایتونو کې به ښځېنه څارنوالانې په کار پیل وکړي.»

ښاغلی حمیدي زیاتوي څارنوالان باید د هېوادوالو عزت، آزادۍ، کرامت او حیثیت ته درناوی وکړي.

لوی‎څارنوال: خپل سري نیونې پای‎ته ورسوئ

د هېواد لوی څارنوال وویل که څه هم قانون څارنوالانو ته صلاحیت ورکړی چې د هېوادوالو حقوق او آزادي محدوده کړي، خو نوموړی خبرداری ورکوي چې باید څارنوالان په خپل سر او ناقانونه ونه نیسي

شریک یي کړئ