Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه: په ۲۰۱۷ کې افغانستان کې ۱۰ زره تنه مړه او تپيان شوي

د ملګرو ملتونو په کلني رپوټ کې چې نن پنجشنبې د (سلواغې په ۲۶ مه) خپور شوی، راغلي دي چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې په افغانستان کې څه باندې لس زره ولسي وګړي مړه او ټپيان شوي دي.

د دغه سازمان رپوټ ښيي چې د تېر زیږدیز کال په اوږدو کې، جګړه او وسله‎وال تاوتریخوالي په افغانستان کې د څه باندې ۳ زره او ۴۰۰ ولسي وګړو ژوند اخیستی او څه باندې ۷ زره تنه نور ټپيان شوي دي.

۲۰۱۷ کال بیا هم د ملکيانو لپاره له تلفاتو او تاوتریخوالي ډک وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدمیچي یاماماتو په دې اړه څرګنده کړه:« د دې رپوټ له مخې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې څه باندې لس زره ملکي کسان مړه او ټپيان شوي او عاملین یې نه یوازې طالبان بلکې داعشیان هم وو، په دې کال کې ډېری ملکي مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو، ایښودل شویو ماینونو او هوایي بریدونو له امله وو.»

په دغه رپوټ کې راغلي دي:« دا څلورم کال دی چې په افغانستان کې د مړو او ټپیانو شمېر له لسو زرو لوړ شوی، که څه هم په ۲۰۱۷ کال کې او له هغې د مخکیني کال په پرتله دا کچه نهه سلنه کمه ده، خو د ځانمرګو بریدونو او چاودېدونکو توکو په پایله کې مرګ ژوبله ۱۷ سلنه زیاته شوې ده. د دې رپوټ له مخې په دې کال کې ۱۰ زره او ۴۵۳ تنه مړه او ټپيان شوي دي چې له هغې ډلې ۳ زره او ۴۳۸ وژل شوي او ۷ زره ۱۵ تنه نور ټپيان دي.

په کابل، فراه، هلمند او ارزګان ولایتونو کې تر ډېره ملکي خلکو ته تلفات رسېدلي دي.

که څه هم د ماشومانو د مرګ ژوبلې په شمېر کې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه کمښت راغلی، خو په دې کال کې د مېرمنو مرګ ژوبله دوه برابره شوې ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ په هوايي بریدونو کې هم د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر زښته ډېر زیات شوی دی. د دغه رپوټ له مخې په دغه کال کې ۲۹۷ تنه ملکيان وژل شوي او ۳۳۶ تنه ملکیان ټپيان دي

د یونما د بشري حقونو د څانګې مسوول ډانیل بل څرګندوي:«هوایي بریدونه د ۶۳۱ ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوي چې د تېر کال په پرتله د ۷ سلنې زیاتوالي ښودنه کوي او دا تر ټولو لوړه کچه ده چې ملګروملتو سازمان تراوسه ثبت کړې ده.»

د دغه رپوټ له مخې طالبان د ډېری ملکي تلفاتو مسوول دي.

طالبان د ۴۲ سلنه، داعشیان د ۱۰ سلنه دولتي ځواکونه د ۱۶ سلنه او بهرني ځواکونه د ۲ سلنه ملکي مرګ ژوبلې مسوول دي.

د ملګروملتو سازمان وایي چې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده.

شریک یي کړئ