Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر غوصه لاریون کوونکو د افغان ځواکونو ډزو ۷ تنه ټپیان کړي

فاریاب کې د قیصار امنیه قومندان د نیول کېدو په غبرګون کې د اعتراضونو په دوهمه ورځ کې نن(چهارشنبې د چنګاښ۱۳مه) تاوتریخوالی رامنځه شو.

د پېښې یو شمېر شاهدان وايي چې تر اوسه د تاوتریخوالي په ترڅ کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه تنه نور ټپيان دي. دوی وايي چې اعتراض کوونکو یو شمېر دولتي وسایط او ودانیو ته اور ورته کړی دی.

په میمنې کې یو شمېر شاهدان وايي چې لوی شمېر اعتراض‎کوونکو د فاریاب ملي امنیت پر ریاست یرغل کړی دی او په سیمه کې د ډزو غږ اورېدل شوی دی.

د فاریاب ولایت اوسېدونکو له تېرې ورځې راهیسې د حکومت لخوا د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان، نظام‎الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې اعتراضونه پیل کړي دي.

په همدې حال کې د فاریاب ولایتي شورا رئیس، محمد طاهر رحماني وايي چې په اووه تنه اعتراض کوونکي د تاوتریخوالیو په ترڅ کې ټپيان شوي دي.

دی زیاتوي کله چې اعتراض کوونکي د ملي امنیت ودانۍ ته نېږدې شول، نو د ساتونکو د هوايي ډزو په ترڅ کې ټپيان شول.

همداراز د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند، عبدالکریم یورش څرګندوي چې په اعتراضونو کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

و ولایتي شورا رئیس وايي چې زرګونو تنو د نظام‎الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې سرکونو ته راوتلي او وايي چې د نوموړي تر خوشې کېدو پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

قیصاري ولسمشر لومړمرستیال، جنرال دوستم ځانګړی استازی دی.

قیصاري په یوه امنیتي ناسته کې د دولتي ځواکونو د ګواښلو په تور نور شوی دی.

تېره ورځ د فاریاب ولایت ولایتي شورا رئیس وویل چې دولتي ځواکونو او د نظام‎الدین قیصاري ساتونکو ترمنځ نښتې پیل شوې دي او تر اوسه د قیصاري درې ساتونکي وژل شوي او یو یې ټپي شوی دی.
اوس مهال د قیصاري نیول کېدو په غبرګون کې د افغانستان اسلامي جنبش ګوند یو شمېر پلویان په بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب کې په لاریونونو لاس پورې کړې دی.

فاریاب

د فاریاب ولایت اوسېدونکو له تېرې ورځې راهیسې د حکومت لخوا د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان، نظام‎الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې اعتراضونه پیل کړي دي

شریک یي کړئ