Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې پر رغنیز شرکت برید کې د دوو ورڼو وژل کېدل

په ننګرهار کې د چهارشنبې ورځې پر یوه رغنیز شرکت د ډله‎ییز وسله‎وال برید په پایله کې دوه وروڼه چې په یاد شرکت کې عادي کارګر وو، وژل شوي دي.

شل کلن عمران الله او نولس کلن محمد صدام هغه دوه وروڼه وو چې تازه یې ښوونځی د بي وزلۍ له کبله پرېښي وو او په رغنیز شرکت کې یې مزدورکاري پیل کړې وه، خو اوس په بهسودو ولسوالۍ کې خپله پلرنۍ هدیره کې څنګ په څنګ په خارو کې پراته دي.

د دوی د کورنۍ غړي او خپلوان نیوکه کوي چې حکومت د خلکو په خوندیتوب کې پاتې راغلی او د دا راز بریدونو مخنیوی نشي کولای.

د عمران الله او محمد صدام پلار، عزیزالرحمن وايي«دوی خپل مکتب زموږ لپاره او د خپل فامیل لپاره پرېښی وو او کار یې کولو. موږ ویل چې په دې ورځو کې به یې د شپې لیسې ته ولېږو.»

همداراز د وژل شویو ځوانانو د ترور زوی، محمد شفیع څرګندوي:«کور کې یې نور د ګټې کس هم نشته، دوه زلمیان زامن یې شهیدان شول، حکومت پړ دی، هغه شرکت چې کار یې ورسره کاوه، هغه هم پړ دی.»

نږدې وه چې کورنۍ یې په همدې ورځو کې دواړو ورونو ته کوژدې هم وکړي، خو دا هیلې یې پوره نشوي. د صدام خپلوان نیوکه کوي چې حکومت د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې ناغېړي کوي.

د وژل شویو کسانو د کاکا زوی، عبدالرشید داسې وايي:«غریبکار هلکان وو، نوي کالي مې د دوی په ځان کې نه وو لیدلي.»

ننگرهار

د وژل شویو کسانو د کاکا زوی، حاجي باز محمد وايي:«له اړوند شرکت نه غوښتنه کوو چې له دې کورنۍ سره دوامداره مرسته وکړي، او له هغو موسسو چې خلکو سره مرستې کوي، له هغو هم غوښتنه کوو.»

په ننګرهار کې د ایي بي ايي شرکت چې د بهرنیو ځواکونو هوايي ډګر ته جوخت پروت دی پکې د ډله ییز وسله وال برید پر مهال د یاد ودانیز شرکت ۱۶ کارکوونکي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

شل کلن عمران الله او نولس کلن محمد صدام هغه دوه وروڼه وو چې تازه یې ښوونځی د بي وزلۍ له کبله پرېښي وو او په رغنیز شرکت کې یې مزدورکاري پیل کړې وه، خو اوس په بهسودو ولسوالۍ کې خپله پلرنۍ هدیره کې څنګ په څنګ په خارو کې پراته دي

شریک یي کړئ