د بلخ والي وايي چې د دغه ولایت په زیانمنو سیمو کې د طالبانو د اډو تر بشپړه له منځه تلو به د «نوید ۶» پوځي عملیات دوام پیدا کړي.
محمداسحاق رهګذر چې د دغو عملیاتو مشري په غاړي، وايي چې دغه عملیات په پنځو ورځو راهیسي د بلخ ولایت په دولت اباد، چاربولک او چمتال ولسوالیو کې پيل شوي دي.
دا پوځي عملیات له هغې وروسته پیل شول چې طالبانو د دغه ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې څو کلي ولکه کړل.
هغه وايي چې د دغو عملیاتو په لړ کې تراوسه څوارلس کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي او ځيینې طالبان هم وژل شوي دي.
ښاغلي رهګذر په دې اړه څرګنده کړه:«موږ له درې خواو د طالبانو په وړاندې جګړه پیل کړې ده او ډېری هغه ځایونه چې د طالبانو په واک کې وو، بېرته ونیول.»
د بلخ والي د دغو عملیاتو په لړ کې طالبانو او امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
د بلخ امنیه قومندان جنرال اکرم سامح هم طالبانو ته د اړول شوې مرګ ژوبلې په اړه وايي:«دښمن د څلورو تنو له وژل کېدو او پنځو تنو له ټپي کېدو وروسته د جوزجان ولایت د کلیو په لور تېښته وکړه.»
هغه زیاتوي، چې په دغو پوځي عملیاتو کې «ام ډي ۵۳۰» چورلکو ونډه هم ډاکیزه وه.
هغه وویل چې د هوايي بریدونو له امله، د طالبانو پټنځایونه لهمنځه ولاړل او د هغوی دفاعي کرښه هم ماته شوه.
له ځمکې هوا ته د همغږۍ امر عبدالکبیر په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«هوايي ځواک هغه مواضع چې د جبهې د قومندانۍ له خوا ورکړل شوې وو تر برید لاندې ونیول او دښمن خپله مرګ ژوبله لري.»
دولتي ځواکونو د شپې پر مهال د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د رحمت اباد په کلي کې د طالبانو پر مورچلو برید او دغه کلی یې د طالبانو له شتونه پاک کړ.
د رحمت اباد کلي اوسېدونکی محمد اسحاق وايي:«سیمهییزو پولیسو ته د دولت مرسته ژر را ونه رسېده، کهچېرې مرسته یې راورسېږي طالبان راتلای نهشي.»
د چاربلوک ولسوالۍ اوسېدونکی نور محمد هم په دې اړه وویل:«دولت، امنیت نه نیسي؛ تېره ورځ طالبانو پر موږ برید وکړ او څلور تنه یې ووژل.»
په چاربلوک ولسوالۍ کې د ماښام له شپږو وروسته د کهیځ تر شپږو بجو مخابراتي شبکې هم فعالیت نه کوي.
د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالحمید په ډاګه کوي:«طالبانو مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی چې د ماښام له شپږو وروسته دې فعالیت ونهلري، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.»