د کندز ولایت ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو، د دغه ولایت په چهادرې ولسوالۍ کېد د ترهګرو په وړاندې ګډ پوځي عملیات پيل کړي دي.
د هېواد په شمال ختیځه حوزه کې د پامیر ۲۰ فرقې د ارکان رییس سید قربان موسوي طلوع نیوز ته وايي چې دا عملیات د هوا او ځمکې له لارې پیل شوي دي او تراوسه ۳۹ وسلهوال طالبانو وزل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.
هغه زیاته کړه:«په چهار دره کې عملیات ۷۲ ساعته مخکې پيل شوي، چې په دې موده کې څه باندې ۳۹ تنه دښمنان وژل شوي او ۹ تنه نور یې ټپيان شوي دي. په دغې موده څه باندې ۱۰۰ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.»
امنیتي ځواکونه وايي چې په چهار دره ولسوالۍ کې لس کلي له طالبانو بېرته نیول شوي.
ویل کېږي د طالبانو وسلې او چاودېدونکي توکي هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.اخوا د نښتو له امله په لسګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د پامیر د شلمې فرقې مسوولان وايي د طالبانو د ځپلو په موخه ژمني عملیات دوام کوي ترڅو پرځېدلې شوې سیمې له طالبانو بېرته ونیول شي.