Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ازبکستان افغان سوداګرو ته په دې هېواد کې اسانتیاوې برابروي

د کرنې او او بو لګونې وزیر سې‎شنبې( د غويي۱۸مه) وویل په هېواد کې د لویو سړو خونو د جوړیدو تر وخته هغه سوداګر چې د روسیې او قزاقستان بازارونو ته خپل محصولات صادروي په ترمز ښار کې د سړو خونو او بسته بندۍ له مرکزونو کار اخیستی شي.

ده دا خبره بهرنیو بازارونو ته د هېواد د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د فرصتونو پر وړاندې د ننګونو او موکو د څېړلو په موخه جوړې شوې غونډه کې کړې ده.

د کرنې وزیر، نصیر احمد دراني څرګنده کړې:«افغانستان کې د ننه، تر اوسه پورې دا امکانات نلرو، تاسو کولئ شئ چې له هغې امکانتو کار واخلئ،(ازبکستان ترمز سړخونو) هغه خپل توکي وساتئ. په دې برخه کې موږ چمتو یوو چې له تاسو سره کار وکړ او د ازبکستان سره هم یوې پایلې ته ورسیږو او له بسته‎بندي هم کار واخیستل شي او روسیې او قزاقستان ته صادر شي.»

د کرنې او اوبو لګونې وزیر نړیوالو بازارونو ته د میوو او سبو د صادراتو زیاتوالي ته په پام وایي ازبکستان د سړوخونو او بسته بندۍ د امکاناتو  په رامنځته کولو سره  د روسیې او قزاقستان بازارونو ته  د افغانستان د میوو او سبو د صادراتو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړې ده .

اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، دوی د کورنیو محصولاتو د بازارموندنې په لټون تر اوسه څو نوې لارې پيژندلې او کارولې دي.

دوی د افغانستان او د سیمې د ځینو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلیزونو د پرمختیا خبره کوي.

د سوداګریو خونو عامل پلاوي رئیس، عتیق الله نصرت همداراز ویلي دي:«راتلونکو لسو ورځو پورې به موږ خپلې الوتنې ترکیې او دوبۍ ته وکړو او صادرات به بيل شي او د هوايي کږلیچ لپاره خبرې روانې دي.»

همداراز د «سوداګریزې بڼوالۍ او کرنیزې» بازارموندنې د پروګرام چارواکي چې د امریکا د متحده ایالتونو له لوري تمویلیږي هم په قزاقستان، اوکرایین او روسیې کې د کرنیزو محصولاتو پر بازار موندنې ټينګار کوي.

دوی وايی، بازارونه د افغانستان د بڼوڼو محصولاتو ته اړتیا لري او باید دغه امکانات وکارول شي.

د سولې بنسټ رئیس، ګري کاهن وايي:«د قزاقستان بازار لوی دی خو روسیې او اوکرایین بازارونه لوی دي ؛ له همدې امله دا بازارونه لوی دي او که تاسو پر هغو فکر وکړئ لا هم په روسیه کې هوا سړه ده او واوره وریږي؛ هغوی سابه نه لري او زموږ سابه ډیر دي ؛ موږ کچالوو او پیازو ته اړتیا لرو هلته بیې ډیرې ښيي دي.»

بلخوا په دې غونډه کې د  د سوداګرۍ او صنایعو خونه له حکومته غواړي چې د هېواد د میوو او سبو د صادراتو پر وړاندې د ستونزو د اواري لپاره بیاید د کیفیت د سندونو ستونزه اواره شي.

دوی وایي چې په دې تړاو باید د پاکستان له حکومت سره په جدیت خبري وکړي څو د هېواد د صادراتو پر وړاندېړ ستونزې اوارې شي کنې د پاکستان د صادراتو پر وړاندې دې ورته اقدامات وشي.

د تازه میوو او سبزیو هغه سوداګر چې روسیې او قزاقستان ته میوه صادروي، کولی شي د ازبکستان ترمز کې له سړو خونو ګټه واخلي

شریک یي کړئ