د ټرانسپورټ وزارت وايی د دې بندر له جوړېدو سره به د توکو په ګمرکي پړاونو کې له برېښنايي تجهیزاتو کار اخیستل، د ټرانسپورټ د سیسټم ساده کول، او معیاري سړې خونې او تاسیسات د دغو بندرونو له ځانګړتیاوو بلل کېږي.
یاد وزارت څرګندوي چې په هېواد کې د ځمکنیو بندرونو د جوړېدو د طرحې عملي چارې به د نیمروز او اقینې بندرونو څخه چې د چابهار او لاجوردو لارې ورغځېږي پېل شي.
د ټرانسپورټ وزارت مرستیاله، فوزیه احساني څرګندوي:«موږ د معیاري بندر د بېلابېلو بنسټونو په همکارۍ ګډه پروژه پلې کوو او په دې پروژه کې د نیمروز او اقینې بندرونه شامل دي.»
په همدې حال کې د نړیوالې سوداګرۍ او صنایعو خونه په هېواد کې د وچو بندرونو جوړېدو ته په خوښۍ سره وايي چې په دې کار به له پولې اخوا سوداګري اوټرانزيټ پراختیا ومومي.
په کابل کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب او د افغانستان لپاره د نړیوال ټرانسپورټ د لارو پرانستو ته په پام سره هېواد باید له معیاري خدمتونو او معیاري بندري خدمتونو برخمن شي.
د نړیوالو سوداګریو خونو د عامل پلاوي ریيس، عبدالقدیربهمن وايي:«دا پروژه به په سیمه کې د سوداګرو لپاره ګټور وي او باید ملاتړ یې وشي او ډونران یې ملاتړ وکړي.»
له ګاونډیو هېوادونو سره پر پوله، په وچو کې د بندرونو جوړېدل د سیمهییزو همکاریو په غونډه کې مهم وړاندیز شوی پلان وه، چې له مخې یې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لارې هوارېږي.