Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نباتي افاتو د تشخیص لپاره د معیاري مرکز جوړېدل

د کابل په بادام باغ کې د نړیوال بانک په مرسته د کرنې په برخه کې د هېواد په کچه د لابراتوارونو تر ټولو لوی او معیاري مرکز جوړ شوی دی.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د دغه سترا و معیاري مرکز د جوړېدو لګښت ۴۰۰ مېلیونه افغانۍ بولي او له دغه مرکز سره به د هېواد ډېری کرنیزې ستونزې دننه هېواد کې حل شي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې په دغه مرکز کې په کرنې پورې اړوند هر څه له کورنیو او وارداتي محصولاتو نیولې تر سرې پورې د کیفیت د تثبیتولو په موخه ارزول کېږي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه وویل:«د لابراتوارونو دا ستر مرکز یوازې په افغانستان کې نه بل د سیمې په کچه چې له پرمختللۍ ټکنالوژۍ سره سمبال دی. ډېری وسایل یې بشپړ او مرکز ته لېږدول شوي دي. ځينې نور شیان چې ورته اړتیا ده تر یوې میاشتې به افغانستان ته رارسېږي او تر دوه میاشتو پورې دا مرکز ګټنې ته سپارل کېږي.»

د دغه  مرکز په یوې برخه کې د هغو کورنیو محصولاتو د کیفیت تصدیق لیکونه هم به ورکړل شي چې د نړۍ بازارونو ته صادرېږي.

دا په دې مجتمع کې د نباتي حشرو موزیم دی .په پام کې ده په دې ځای کې هغه ناروغۍ او افتونه چې ددغو حشرو له امله رامنځته کیږی وپيژندل شي څو بالاخره د هغو د مخنیوي وشي او ورسره د مبارزې لارې ولټول شي .

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د نباتاتو د ساتنې ریاست سرپرست نقیب الله بابري وايي:«موږ دېر تجربه لرونکي کارکوونکي لرو چې ډېریو یې تر ماسټریه لوست کړی، ټولې هغه ستونزې چې بزګر د نباتي افاتو او ناروغیو سره مخ دي، هغوی کولای شي په دغه مرکز کې تشخیص او له هغه مخنیوی وکړي.»

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې ګټې اخیستنې ته به د دې مجتمع په سپارل کېدو سره هغه افتونه چې هر کال د نباتاتو یوه برخه له منځه وړي تشخیض او د هغوی د مخنیوي اقدام به وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه