Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دملګرو ملتونو ځانګړی استازی:سیاسي ګوندونه دې ټاکنو ته درناوی وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی وایي، د افغانستان ټاکنو ته د شک په سترګه کتل اسان کار دی خو، ټاکنې باید جدي ونیول شي او سیاسي ګوندونه باید ورته درناوی وکړي.

تادامیچي یاماموتو زیاتوي چې افغان وګړي ټاکنو ته لېوالتیا لري او په همدې دلیل کابو نهه مېلیونو تنو په هغه کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده.

هغه څرګنده کړه:« ټاکنو ته د شک په سترګه کتل اسانه دي، خو زه فکر کوم چې باید انتخاباتو ته جدي پام وشي، نهه مېلیونه افغانانو د رایو ورکولو لپاره نومونه لیکلي، دا د پام وړ شمېر دی او ښيي چې افغانان لېواله دي چې رایه ورکړي.»

بل خوا یو شمېر سیاسي ګوندونه ټینګار کوي، که چېرې د رایو ورکونکو د نوم لیکنې بهیر له سره پیل نه‎شي نو د ټاکنو په وړاندې به له هرې لارې کار واخلي.

د دغو ګوندونو له ډلې د جمعیت اسلامي او ملي جنبش غړي وایي، که‎چېرې په ټاکنو کې له جعلي پېژاندپاڼو کار واخیستل شي نو دا به د کړکېچ نوې پاڼه پرانیزي.

د اسلامي جمعیت غړی نور احمد اخلاقي څرګنده کړه:«موږ داسې ټاکنې په مخ کې لرو چې حل لاره نه ده بلکې په خپله کړکېچ دی. د نوم‎لیکنې بهیر له باطلېدو بله هېڅ لاره نشته او د بایومتریک ټکنالوژۍ څخه په استفادې باید دا بهیر له سره پیل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، یونس قانوني، باتور دوستم، په ګډون د ۳۰ ګوندونو او سیاسي بهیرونو مشرانو او استازو د رایوو ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر له درغلیو ډک وباله او د دغه بهیر د لغوه کېدو غوښتونکي شول.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج په دې اړه وویل:«له پارلماني ټاکنو څخه وروسته ولسمشریزې ټاکنې لرو؛ په داسې حال کې موږ په دقیقه توګه دا پروسه تطبیق کولای نه شو په څرګنده چې نور کړکېچونه به رامنځته شي.»

سیاسي ګوندونو حکومت ته دوې اوونۍ وخت ورکړی چې د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي پرته له هغې به د دغو ګوندونو په وینا د انتخاباتو په وړاندې له هرې لارې کار واخلي.

دا په داسې حال کې دي چې د حزب اسلامي مشر د سه شنبې په ورځ وویل له څه باندې اته مېلیونه نوم لیکنې یوازې درې مېلیونه یې اعتبار لري او پنځه مېلیونه یې جعلي یا خیالي دي.

لوی سیاسي ګوندونه د ټاکنو لپاره پنځوس سلنه نوم لیکنه تقلبي بولي او په بایومتریک سیستم سره د بیا نوم لیکنې غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ