Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنو کمیسیون د ځينو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلانوي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون  مسؤلین وايي، سبا (جمعه، د لېندۍ دویمه) به د ځينو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. 

د دې کمیسیون د ویاند مرستیا ل ذبیح الله سادات وايي، هڅه کوي چې تر سبا پورې د شاوخوا لسو ولایتونو ابتدايي پایلې تیارېږي او خپرې به يې کړي. 

هغه زیاته کړه: «کوشش کوو، چې تر سبا پورې د لسو ولایتونو ابتدايي نوم‌لړ تیار کړل شي.»

سادات وویل، ښايي ځينې تغیرات او تبدیلات راشي، خو دوی هڅه کوي چې د لسو ولایتونو ابتدايي پایلې به اعلان کړي. 

سادات دغه ولایتونه مشخص نه کړل، خو ويې ویل، هغه ولایتونه دي چې معلومات يې ذخیرو ته لېږدول شوي، معلومات يې وختي کابل ته رارسېدلي او چارې يې ټولې بشپړې شوې دي. 

د ټاکنیز بهیر څارونکي بنسټونه د دې پروسې په اړه وايي، که روڼتیا پکې په پام ونه نیول شي، ستونزې را زېږولی شي. 

د عادلانه او ازادو ټاکنو بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید وايي: «دا چې پایلې اعلانېږي، موږ يې هرکلی کو، خو اندېښنې هم شته، له نوماندانو او سیاسي ګوندونو سره د اسنادو د کمي پخاطر، چې دوی يې له مخې اعتراض وکړي، دا لویه او جدي ستونزه وه چې په بیا شمېرنه کې وه، دا چې څارونکو بسټونو، نوماندانو او څارونکو ته يې پوره معلومات نه ورکېدل، چې دوی يې اوس د پایلو له اعلان وروسته پر اساس اعتراض وکړای شي.»

د دې لسو ولایتونو لومړنۍ پایلې داسې مهال اعلانیږي چې، په ټاکنیز بهیر کې د روڼتیا د نشتوالي له امله، د بلخ، کندهار، بدخشان او کابل ولایتونو په ځینو برخو کې رایې بیا شمیرل شوې او دا بهیر تراوسه روان دی.

د ټاکنو څارونکي بنسټ غړی حبیب شینواری وايي، بیا شمېرنې کومه د پام وړ ګټه نه ده کړې، ځکه پایلې یا هماغه لومړنۍ وې یا په کم تفاوت راوتلې، خو پر دې سربېره يې د اعتراضونو لپاره لار خلاصه کړه. 

شینواري وویل: «د بیا شمېرنې بهیر له روڼتیا سره هیڅ مرسته ونه کړه، ځکه په پایله کې هیڅ بدلون را نه غی، دوه درې رايې؛ دا کار د ناکامو او بریالیو کسانو لپاره د اعتراض پلمه شوه، چې ګواکې بیا شمېرنه کې درغلۍ شوې، دا یوه ناکامه پروسه وه.»

هغه وايي نوماندان باید د اسنادو او مدارکو په لرلو سره خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیونو ته وسپاري. 

د ولسي جرګې ټاکنې چې له ترسره کېدو يې تر یوې میاشتې ډېر وخت اوړي، په اړه يې له ټاکنو یوه ورځ وروسته خپلواک کمیسیون د کمزوري مدیریت پړه ومنله. 

دې کمیسیون وړاندې ویلي و، چې د لړم پر نولسمه به لومړنۍ پایلې اعلان کړې، وروسته يې وویل د لېندۍ پر دویمه به يې اعلان کړې، خو وړمه ورځ يې اعلان وکړ چې د لېندۍ پر دویمه به په تدریجي ډول پایلې اعلان کړي. 

شریک یي کړئ