د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي له ځنډېدو وروسته، اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د بایومېټریک له هغو ماشینونو څخه چي د ولسي جرګې په تېرو تاکنو کارول شوې وې، و به کارول شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې یوازې د دغو دستګاوو پوسټکالي به نوي شي او وروسته به د ولسمشرۍ ټاکنو د نوملیکنې او همدارنګه د رایې ورکړې به بهیر کې وکارول شي.
د ټاکنو د تعدیل شوي قانون له مخې، د تاکنو خپلواک کمېسیون باید د رایه ورکوونکو د نوملیکنې بهیر د بایومېټریک دستګاوو له لارې په مخ یوسي او همدارنګه د رایو ورکړې او رای شمېرنې بهیر هم له دغو ماشینونو سره وشي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله وايي:«د بایومېټریک هغه دستګاه وې چې د احصایې په ملي اداره کې دي، دا زموږ لپاره بسندویه دي او موږ د نویو د پېر لپاره اړتیا نهلرو؛ یوازې د دغو دستګاوو پروګرامونه نوي کېږي. کله چې پروګرام یې نوی شو، د دوه ګوتو پر ځای لس ګوتې بایومېټریک کېږي او له دې کار سره زموږ د ستونزې یوه ډېره برخه حل کېږي.»
د ولسي جرګې مخکنیو ټاکنو د همدې بایومېټریک دستګاوو کارونه یوه له جنجالي موضوعګانو وه چې په ځینو مرکزونو یې کار نه کولو شکایتونه را پورته کړل.
د همدغو ستونزو له امله دي چې کابو له شپږو میاشتو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا هم نه دی توانېدلی چې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې په بشپړه توګه اعلان کړي.
ځينې سیاسي کارپوهان، وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوول دی چې راتلوونکې ټاکنې رڼې ترسره کړي.
د سیاسي چارو شنوونکی رحمت الله بېژندپور څرګندوي:«د بایومېټریک دستګاوې له بده مرغه د ازموینې له کاره پخې را و نه وتې، او وروسته دا چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او دولت چې کوم محدود وخت په واک کې لري، څه ډول ټاکنې؟ څه ډول کولای شي دا ټاکنې ترسره کړي چې حتا د پارلماني ټاکنو له ډوله بدترې نه وي.»
پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونو د دې دستګاوو د نږدې پنځه زرو دانو له ورکېدو خبر ورکړ او دا مسله یې د پوښتنې وړ وبلله.
یو شمېر څارونکي وايي، که دا دستګاوې پیدا نه شي، راتلوونکې ټاکنې به له درغلیو ډکې وي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجراییه ريیس محمد نعیم ایوبزاده په ډاګه کړه:«دا چې ټاکنې دې ترسره شي په دې کې شک لرو او اندېښمن یوو چې له نویو جوړښتونو او له واکمنې سیاسي وضعیت سره ډېره به ستونزمنه وي چې وکړای شي د منلو وړ ټاکنې ترسره شي.»
په بایومېټریک ډول د رایه ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر پرېکړه وروسته تر دې وشوه چې د ټاکنو قانون تعدیل شو او تر خوا یې د ولسمشرۍ ټاکنې د چنګاښ له نهه ویشتمې نېټې د تلې میاشتې شپږمې ته وغځېدې.