Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایراني پلاوي سره د قلندر عباد لیدنه او د قابله‌ګانو وړتیا لوړولو لپاره هڅې

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست قلندر عباد او ایراني پلاوي ترمنځ لیدنه کې د افغانستان د قابله‌ګانو د وړتیا د لوړولو په هکله خبرې اترې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«د وړتیا د لوړولو په برخه کې ایران له موږ سره همکاري کوي او همدارنګه په افغانستان کې د ناروغیو د کنټرول په برخو کې هغه روغتیايي مرکزونه چې د ایران له خوا جوړېږي او یا هم جوړ شوي دي د هغه د تمویل په هکله هم خبرې شوې دي.»

ورته‌مهال ځينې قابله‌ګانې له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د هغوی د وړتیاوو د لوړولو لپاره د زمینې برابرولو ترڅنګ په دولتي روغتونونو کې د قابله‌ګانو شمېر هم زیات کړي. 

ذکیه سروري چې د قابله‌ګۍ په برخه کې ۲۵ کلنه تجربه لري اوس په یوه دولتي روغتون کې د قابله‌ګۍ څانګې مشره ده. هغه وايي، ټولنې او په ځانګړې توګه مېندو او ماشومانو ته د خدمت په موخه په دغه برخه کې کار کوي.

ذکیه سروري طلوع‌نیوز ته وايي:«صادقانه غواړم چې میندو او ماشومانو ته خدمت وکړم دغه دوه ډلې مرستې ته اړتیا لري؛ ځکه ماشوم بې ژبې دی او نه شي کولای چې خپل دردونه بیان کړي.»

قابله نیلوفر قادري هم څرګندوي:«باید روغتیايي پرسونل زیات کړل شي او په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت باید نوې قابلې جذب کړي.»

یو شمېر ډاکټران بیا په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو په څانګو کې د قابلو حضور مهم بولي.

د ملالۍ روغتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي څرګنده کړه:«قابله‌ صاحبانې د ډاکټرانو ترڅنګ نه یوازې ټولې روغتیايي برخې مخته بیايي، داسې کارونه هم مخته وړي چې د یوه ډاکټر د مرستیالې په توګه حسابېږي.»

له دې سره سم ځينې ناروغ لرونکي بیا په روغتونونو کې د ښځینه قابله‌ګانو حضور ته جدي اړتیا ګڼي او له عامې روغتیا وزارته غواړي چې په ولایتونو کې دې هم د دوی شمېر زیات کړي.

د عامې روغتیا وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د یوې سروې پر بنسټ، د هېواد په کچه ۲۶ زره ښځې د قابلګۍ له څانګې فارغې شوي او ډېری یې په ځينو بنسټونو کې کار کوي چې د دوی له منځه نږدې ۴ زره یې په دولتي روغتونونو او کابو ۶ زره یې په خصوصي روغتونونو کې په کار بوختې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه