د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال وايي چې په څو وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د خوراکي توکو د ځینو کارخونو ځوړ ته په پام سره،د دغه هېواد کارخونو څېښتن هڅه کوي چې غني شوي خوراکي توکي په مناسبه بیه پر افغانستان وپلوري.
د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خانجان الکوزی وايي، پاکستان کې د کارخونو د خاوندانو ستونزو ته په پام سره، پاکستاني سوداګر هڅه کوي چې خپلو توکو لپاره افغانستان کې بازار ومومي.
هغه زیاته کړه:«پاکستانیان وايي چې غني شوي خوراکي توکي پر موږ پلوري کهچېرې موږ وغواړو دغه توکي وارد کړو خو موږ وایوو چې پاکستاني سوداګر خپل توکي پر موږ د پلور لپاره د تورخم او چمن تر پولو ورسوي ځکه چې د پلوې هغې غاړې کې زموږ لپاره ستونزې زیادې زیان رمنځته کوونکې دي. »
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي چې اوس افغانستان د پاکستان بازارونو سره له تړاوه ژغورل شوی او سوداګر کولای شي، په سیمه کې د راکړې ورکړې لپاره تر پاکستان بله غوره ټاکنه ولري.
چارواکي وایي، هېواد ته د لوړ کیفیت لرونکو توکو واردولو لپاره د ایران، ترکمنستان او چین بازارونو تر نورو بازارونو غوره دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګریزې مرستیالۍ سرپرست محمد قربان حقجو وویل:«اوسمهال ډېرې زمینې برابرې شوې دي ترڅو موږ خپله سوداګرۍ له یو شمېر ډېرو هېوادونو سره لکه ترکمنستان، ایران او چین سره د منځنۍ اسیا له لارې ولرو.»
بل لور، د اقتصادي چارو شنوونکي له حکومته غواړي چې په سیمه کې افغان سوداګرو لپاره د سوداګرۍ لا غوره لارې برابرې کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وویل:«زموږ لپاره لازمه ده چې په خپلو وړتیاو تکیه ولرو.موږ باید د هېواد په شمال کې د غوره امنیت لپاره زمینه برابره کړو ترڅو پاکستانیان او تاجیکستانیان د افغانستان په لارو پورې لا ډېر وتړل شي.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونو د شمېرو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په بازارونو کې د پاکستانیو توکو ځای، ایران، ترکیې او هند نیولی، چې دې کار په پاکستان کې د تولیدي کاروخونو پر صادراتو ژور منفي اغېز پرېښې دي.