Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اروپايي ټولنه د افغانستان د سوداګرۍ په معیاري کولو کې مرسته کوي

اروپايي ټولنه له نړۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ د معیاري کولو او د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د صاددراتو د زیاتوالي په برخ کې، مسلکي اسانتیاوې او مالي مرستې د کابل په واک کې ورکوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي څانګې رییس موریزي جن له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د نړۍ په سوداګرۍ کې د افغانستان د ونډې د ښه‎والي لپاره یې له حکومت سره څو پروګرامونه طرحه او عملي کړي دي.

هغه زیاته کړه:«اوس‎مهال افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی، نو اړتیا ده چې اوس‎مهال افغانستان د دغه سازمان له فرصته سمه ګټه واخلي او اورپايي ټولنه به هم په اړونده برخو کې ورسره مرسته وکړي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی اذرخش حافظي د اروپايي ټولنې له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې حکومت باید په دې برخه کې، یوه منظمه تګلاره ولري.

هغه زیاته کړه:«تراوسه ډېریو بهرنیو بنسټونو هڅه کړې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ د ښه‎والي په برخه کې کار وکړي، خو اړتیا ده چې اوس حکومت د سوداګرۍ په برخه کې د یوې روښانه تګلارې په لرلو سره، نړیوالې مرستې جذب کړي.»

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ د ښه کېدو لپاره د هڅو سربېره د سیمې په ټرانزیټ ټينګار کوي.

 د دغه وزارت چارواکي وايي، په بندرونو کې د توکو قاچاق د مخنیوي سربېره د قانوني سوداګرۍ لپاره د حکومت هڅې کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ټرانزیټ رییس محمد یحیی اخلاقي په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت هڅه کوي چې د غیر رسمي پولو له لارې د توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره، له ګاونډیو هېوادونو سره د ګمرګونو شمېر زیات کړي او موږ د دغو تابیاو ترڅنګ، د هېواد د سوداګرۍ د ښه‎والي لپاره هم ځینې پروګرامونه له ګاونډیو هېوادونو سره لرلي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه وايي، په هېواد کې د پانګونې د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې حکومت د خصوصي سکټور لپاره په دې برخه کې اسانتیاوې په پام کې ونیسي.

د دوی په اند، اوس‎مهال په هېواد کې د اداري فساد او نا امنیو له امله د هېواد سوداګري له بنسټيزو ننګونو سره مخ ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي څانګې رییس له طلوع نیوز سره په مرکه کې ټینګار کوي چې دغه بنسټ د سوداګرۍ په برخه ک د افغانستان لپاره به اسانیاوې رامنځته کړي.

شریک یي کړئ