Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیې نړیوال جام؛ روسیه او کرواسیا سره مخامخ کيږي

په روسیه کې د ۲۰۱۸ فټبال نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې به نن شپه(شنبې د چنګاښ۱۶مه) دوې لوبې ترسره شي، لومړۍ لوبه د انګلستان او سویډن ترمنځ او بله هم د روسیې او کرواسیا ترمنځ وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د څلورو غوره لوبډلو ته د لارموندو په موخه دوې لوبې ترسره شوې.

لومړۍ لوبه ماښام ۶:۳۰ پيل شوه چې فرانسه او یوروګوای میدان ته ښکته شول. په دې لوبه کې فرانسه بریالۍ شوه چې یوروګوای ته ‍۰ـ۲ ماته ورکړي.

له دې ماتې سره فرانسه وتوانېده چې د روسیې نړیوال جام نیمه پای لوبو ته لار ومومي. همداراز فرانسې ته رافایل واران او ګریزمن ګولونه ووهل.

بله لوبه چې د شپې لس نیمي بجې ترسره شوه بلجیم د نړیوال جام مدعي لوبډلې برازیل ته ماته ورکړه او دا لوبډله د لوبو له لړۍ لیري شوه.

دا لوبه ۱-۲ د بلجیم په ګټه پای ته ورسېده. چې بلجیم ته فرناندینیو او در بروین ګولونه ووهل او برازیل ته هم اګوستو.

شنبې به د ورځې په پای کې دوه لوبې ترسره شي چې لومړۍ به یې د انګلستان او سویډن ترمنځ وي او بله هم د روسیي او کرواسیا ترمنځ ترسره شي

شریک یي کړئ