Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرېسټیانو رونالډو له یوونتوس لوبډلې سره یوځای شو

د رئال مادرید ۳۴ کلن پرتګالي ستوری، کریستیانو رونالدو سې‎شنبې رسمآ یوونټوس سره یوځای شو.

رونالدو کابو ۹ کاله مخکې له رئال مادرید سره یوځای شو او په دې موده کې یې ۴۵۴ ګولونه دې لوبډلې ته ووهل او همداراز یې ۱۶ عنوانونه ترلاسه کړل.

یوونټوس تائيد کړې ده چې دوی رونالدو د ۱۰۵ میلیونه یورو په بدل کې ترلاسه کړی او همداراز هر کال به ورته ۳۰ میلیونه یورو مزد ورکړل شي.

اوسمهال رونالدو د ایتالیا لیګ تر ټولو ګران‎بیه لوبغاړی دی.

نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې د ۹۴ میلیونو یورو په بدل کې له منچسټر یونایټد څخه رئال مادرید ته راغی.

رونالدو اوه ځلې د اتلولیو فصلونو د غوره ګول‎وهونکي عنوان ترلاسه کړی دی او کله چې رئال مادرید سره وه، څلور ځله یې د نړۍ غوره لوبغاړي لقب خپل کړی دی.

ده ره رئال څخه د خپل بېلوالي په اړه وویل:«رئال مادرید کې مې ۹ ښه کلونه تېر کړل او پرته له شکه چې د ژوند ښې شېبې مې وې. باید د رئال مادرید  او د دې ښار له مینه‎والو، مینې، محبت او خوښي چې ماته یې راکړه مننه وکړم.»

هغه زیاته کړه:«اوس داسې فکر کوم چې زما ژوند کې د نوي پړاو وخت رارسېدلی دی او ځکه مې غوښتنه و کړه چې زما د لیږد شرایط برابر کړي. زه له ټولو په ځانګړې توګه له خپل مینه‎والو غوښتنه کوم چې زما شرایطو باندې ځان پوه کړي.»

په وروستیو ورځو کې د یوونټوس ته د رونالدو لېږد په اړه ډېر خبرونه خپاره شوي دي او په پایله کې رئال مادرید هم دا لیږد تائید کړ

شریک یي کړئ