Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حماس او اسراییل پر څلور ورځني اوربند سره سلا وکړه

حماس ډلې او اسراییل د دواړو لورو د یرغمل نیول شویو د ازادۍ او فلسطین ته د بشرپاله مرستو د داخلې لپاره پر څلور ورځني اوربند هوکړه کړې ده.

د هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې ۵۰ اسراییلي او ۱۵۰ فلسطیني یرغمل نیول شوي ازاد کړل شي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر له خوا خپره شوې راغلي چې د هرو ۱۰ نورو یرغمل شویو اسراییلیانو په بدل کې به اوربند یوه ورځ وغځول شي.

د دغه اوربند د اعلان نېټه په راتلوونکو ۲۴ ساعتونو کې ښودل شوې ده.

له دې سره هم‌مهاله د امریکا ولسمشر جوبایډن له دغې هوکړې له هرکلي سره ویلي چې په دغه بهیر کې باید ډېر امریکايي برمته شوي ازاد کړل شي.

هغه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې واشنګټن به د تولو برمته شویو امریکايي وګړو تر خلاصونه به له خپلو هڅو لاس په سر نه‌شي.

له دې مخکې، قطر او امریکا د دواړو ښکېلو لورو ترمنځ د اوربند منځنګړي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه