روهنګیايي مسلمانان لاهم په خپلو کورونو کې ارامه نه دي او بنګلهدېش ته پناه وړي.
هره ورځ سلګونه کسان د زیاتو خطرناکو لارو په منلو سره ځانونه بنګلهدېش ته رسوي ترڅو له تاوتریخوالو په امن کې شي.
ملګري ملتونه وايي، په دې وروستیو کې د کډوالو شمېر کم شوی خو راتلونکی روښانه نهدی.
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي په دې اړه وویل:« د کډوالو د راتګ شمېر کم شوی که څه هم بنګلهدېش دولتي سازمانونو ته راپور ورکړی چې لاهم دننه په میانمار کې د بېځایه شویو شمېر زیات دی او غواړي چې بنګلهدېش ته ولاړ شي نو له همدې امله وړاندوینه نه شم کولای.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي، چې روهنګیايي کډوال له سترو ننګوونو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه:« د روغتیايي خدمتونو د کموالي له امله دا اندېښنه شته کهچېرې په دغو کډوالو کې خپرېدونکې ناروغي خپره شي څه ناورین به رامنځته کړي.»
په همدې حال کې د لومړي وزیر مرستیال رجب اکداغ، معاون نخست وزیر ترکیه:«ټولو نړیوالو هېوادونو لطفاً خپلې سترګې او غوږونه بند کړی دغه ځای د ناورین شاهد دی خلک هیله لري باید له دې حالاتو سره مبارزه وکړي او دغو خلکو ته يي حق ورکړئ.»
په دې، وروستۍ یوه میاشت کې شاوخوا ۴۳۰ زره هنګیايي مسلمانان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي خو تراوسه دغو کډوالو ته لږ مرستې رسېدلې دي.