واشنګټن پوسټ او رویټرز اژانس خبر ورکړی چې عربستانی خبریال، جمال خاشقجي استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې دننه وژل شوی دی.
دغو رسنیو د نوم نه ښودلو په شرط د ترکي چارواکو له قوله ویلي، جمال خاشقچي چې له هغې ورځې دغې کونسلګرۍ کې ورک شو، پنځلس عربستاني چارواکي هم کونسلګرۍ ته ورغلي وو.
نوموړی تېره سېشنبې د روانې زیږدیز میاشتې(اکتوبر) په دوهمه استانبول کې د عربستان کونسلګرۍ ته تللی او له هغه وروسته نه دی لیدل شوی.
یوه ترکي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي:«زموږ لومړنۍ څېړنې ښیې چې ښاغلی خاشقجي په کنسلګرۍ کې د ننه وژل شوی. موږ په دې باور یوو چې وژنه مخکې پلان شوې وه او وروسته یې مړی له کنسلګرۍ بهر ویستل شوی دی.»
وروسته له دې عربستاني او ترکي چارواکو د خبریال د ورکېدو په اړه دوه ګوني راپورونه خپاره کړل. انقرې ویلي وو داسې شواهد نشته چې وژل شوي خبریال خپل ډپلوماتیک ماموریت پرېښی وي، خو ریاض بیا ویلي وو چې خاشقجي کنسلګرۍ ته له تګ وروسته بیرته وتلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان خپله کونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي وژل ردوي او وايي، ترکي پولیسو ته به اجازه ورکړي چې د استانبول کونسلګرۍ کې دننه خپلې څېړنې وکړي.
جمال خاشقجي چې د محمد بن سلمان سرسخته مخالف وو.