د ادهي بنسټ مشر فیصل ادهي وايي چې ډېری قرباني کسان د کراچۍ ښاره له بې وزله طبقې څخه دي.
هغه زیاته کړه:«په درې وروستیو ورځو کې ۶۵ تنه مړه شوي. مړي یې زموږ په سړو خونو کې دي او ډاکټرانو ویلي دي چې هغوی د هوا د تودوخې له امله مړه شوي دي.»
په پاکستان کې یوه خیریه بنسټ ویلي چې په کراچۍ ښار کې د ګرمۍ له امله لږ تر لږه ۶۵ تنه مړه شوي دي.
خو د سند چارواکي، د هوا د تودوخې له امله د خلکو مړه کېدل رد کړي دي.
د سند ایالت د روغتیا ریاست مرستیال فضل الله پیچوهو وویل:«یوازې ډاکټران او روغتونونه کولای شي پرېکړه وکړي چې د دغو کسانو د مړینې وجه د هوا تودوخه ده او که نه. زه دا ردوم چې خلک په کراچۍ ښار کې د ګرمۍ له امله مړه شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په لسګونه تنه نور د هوا د تودوخې له امله، په روغتونونو کې بستري دي.
د پاکستان د هواپېژندنې اداره وايي چې د کراچۍ د هوا د تودوخې درجه د سانتي ګراد ۳۴ درجو ته رسېږي.
په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې هم په پاکستان کې د هوا د تودوخې له امله څه باندې یو زره او ۳۰۰ تنه مړه شوي وو.