Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر به راتلوونکې اوونۍ پيلېږي

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وايي چې ولسمشر غني په راتلوونکې اوونۍ کې د لومړنۍ برېښنايي پېژندپاڼې له اخیستو سره د دغو پېژندپاڼو د وېش لړۍ به رسم پیل کړي.

له دې سره د ولسي جرګې ځیني غړي وایي تذکرو کې د ملت او قوم د وییو لیکلو سره مخالف دي.

د ملي یووالي حکومت وايي ولسمشر او اجراییه رییس د برېښنايي تذکرو د اخیستو لپاره تیاری نیسي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«حکومت د برېښنايي پېژند پانو د وېش لپاره بشپړ چمتووالی نیولی چې دغه بهیر په راتلوونکي اوونۍ کې پيلېږي. موږ هېڅ ډول بله ستونزه نه‎لرو، مسایل قانوني دي چې هغه هم په پارلمان کې حل شوي دي.»

له بلخوا د نفوسو د احوالو د ثبت اداره وايي د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره ټول چمتووالي نیول شوي او همداراز هغه ځای به په راتلونکې اوونۍ کې جوت شي چې ولسمشر ته به پېژندپاڼه ورکړل شي.

د نفوسو د احوالو د ثبت ادرې د مطبوعاتو رییس رویینا شهابي په دې اړه وویل:«شونې ده چې ښاغلی ولسمشر زموږ یوه مرکز ته راشي او د یوه عادي هېوادوال په توګه وغواړي چې په یوه مرکز کې تذکره واخلي او شونې ده چې وغواړي دغه مراسم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم ترسره کړي.»

که څه هم تېره اوونۍ د ملي شورا د دواړو جرګو ګډې کمېټې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د ځینو مادو د تعدیل په اړه د ولسمشر فرمان تایید کړ چې له مخې یې په برېښنایي پېژندپاڼو کې قوم او ملت ولیکل شي، خو د ملي شورا یو شمېر غړي تراوسه هم په دغو تذکرو کې د ملت او قوم د کلمو له لیکلو سره موافق نه دي.

د ولسي جرګې غړی فکور بهشتي وویل:«هغه قانون چې موږ یې د نفوسو د احوالو د ثبت په توګه لرو درې کاله مخکې تصویب شوی او ولسمشر توشیح کړې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره یوه ښه تګلاره ده.»

د ولسي جرګې بل غړی لالی حمیدزي هم څرګنده کړه:«که‎چېرې پېژندپاڼې ونه وېشل شي، له پاڼیزو تذکرو سره د راتلونکو ټاکنو ترسره کېدل به د منلو وړ نه وي.»

د برېښنایي پېژندپاڼ وېش د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۷ هجري لمریز کال کې د حامد کرزي د حکومت پرمهال مطرح شو، خو تراوسه د ملیت، قوم او دین کلمو د لیکلو پر سر د اختلاف له امله څو ځله د دغو تذکرو د وېش بهیر ځنډول شوی دی.

شریک یي کړئ