د لومړي ځل لپاره په بدخشان کې یوې مېرمنې، په دغه ولایت کې د مېرمنو لپاره ځانګړې راډیو جوړه کړې ده.
د دغې راډیو مسؤوله ناجیه سروش د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۱۲ مه) طلوعنیوز ته وویل چې د دغې راډیو له جوړېدو موخه په دغه ولایت کې د ښځو د پوهې د کچې لوړول او د خبریالۍ په برخه کې ښځو ته د کاري فرست برابرول دي.
د هغې په وینا،دغه راډیو هره ورځ ۱۲ ساعته خپرونې لري او ټولې خپرونې یې د هغو خبریالانو له خوا په مخ بیول کېږي چې د خبریالۍ څانګې څخه فارغ شوي وي.
مېرمن ناجیه په دې اړه وايي:«د راډیو د جوړولو دلیل دا وو ما ولید چې هر کار نرینه کوي؛ما هم وغوښتل وروڼو ته وښیم چې ښځې هم کولای شي لکه نرینه ستر کارونه وکړي او د مېرمنو راډیو د خبریالۍ لپاره د مېرمنو ته یو امن او خوندي ځای دی.»
په همدې حال کې هغه نجونې چې د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو د خبریالۍ له څانګو فارغې شوي او اوس په دې راډیو کې کار کوي وایي غواړي مسکلي خبریالانې شي.
په دغې راډیو کې یوه کارکوونکې مروه عزیزي په دې اړه وویل:«زه د بدخشان له ژورنالیزم څخه فارغه شوې یم، ما څلور کاره نظري لوست کړی خو درې میاشتې کېږي چې زه د مېرمنو په راډیو کې کار کوم چې له څلورو کلونو څخه ماته غوره وه.»
د دغې راډيو بله کارکوونکې عزل سودا هم وايي:«زه چې د مېرمنو په راډیو کې دا درې او څلور میاشتې کارکوم،ډېر شیان مې زده کړي دي،اوس زه په اسانۍ سره کولای شم حتا په ملي او نړیوالو رسنیو کې کار وکړم.»
په دغې سیمهییزې راډیو کې ۲۵ مېرمنې له امتیاز څخه پرته په کار بوختې دي.
د دغې راډيو لینا شیرزاد څرګنده کړه:«یو کال کېږي چې زه د مېرمنو په راډيو کې د خبریالۍ په توګه کار کوم خو له بده مرغه کوم امتیاز نه لرم.»
بل لور، د دې راډیو مسؤوله وايي، د مالي امکاناتو نشتوالی، معلوماتو ته د لاسرسي محدودیت او د نورو سیمهییزو رسنیو له خوا ورسره منفي سیالیو د هغوی د کار پر وړاندې ننګونې دي.
ناجیه سروش په دې اړه وویل:«له بده مرغه په بدخشان کې د دې پر ځای چې وروڼه چې سیمهییزې رسنۍ لري موږ ښځې وهڅوي، موږ تخریب وي یو ډول ناسالمه رقابت شتون لري. له مالي پلوه ډېره ستونزه لرو،اطلاعاتو ته لاسرسۍ نه لرو.»
ویل کېږي چې دا راډیو د فیض اباد ښار په شمول، ارګول، یفتل، درایم او ارغنجخوا ولسوالیو کې هم نشرات لري.