د بدخشان ولایت ځايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ(د چنګاښ په ۷ مه) ویلي چې په دغه ولایت کې د اختر د درې ورځو په لړ کې د ټرافیکي پېښو له امله درې ته مړه او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بدخشان د ټرافيکو پولیس، د واټونو کم سوري، د چلوونکو نه مسلکي توب، او د موټرو زیاتوالی د ټرافيکي پېښو د زیاتوالي اصلي لاملونه بولي.
کهڅه هم د اختر ورځې، د خوښۍ، دمې او د خپلوانو د لیدو لپاره وي، خو په بدخشان ولایت کې ډاکټران او د ټرافیکو پولیسو دا ورځې سختې او بوختې بولي.
د بدخشان د ټرافیکو پولیس وایي، چې د اختر په درېیو ورځو کې دغه ولایت کې څو ټرافیکي پېښې شوي دي.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ د ټرافیکو مدیر محمد ابراهیم مهدي په دې اړه وویل:«کم سوري واټونه، د چلوونکو نه مسلکي والی، د چلونې د جواز نهشتون، او د اختر په ورځو کې د ځینو چلوونکو نه نورمال والی په بدخشان کې د ټرافیکي پېښو لامل کېږي.»
په همدې حال کې د بدخشان د روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې د اختر په درې ورځو ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له شلو زیات ژوبل شوي دي.
د بدخشان روغتون سرطبیب حبیب الله حاذق هم څرګنده کړه:«موږ د اخترو په ورځو کې ۱۱ ټرافیکي پېښې لرلې، درې د چاکو وهلو، دوه په مرمۍ د ویشتلو، ۷ د وهل ټکولو، پېښې موږ ته راغلي دي چې دغه پېښې د نورو ورځو په پرتله زیاتې وې.»
له بخوا د بدخشان د ټرافیکو پولیس وايي، چې په فیض اباد ښار کې کابو ۴۰ زره دولتي او شخصي موټر تګ راتګ کوي. چې د زیاتو موټر چلوونکي د موټر چلولو جواز نه لري.
ښاغلي مهدوي په دې اړه زیاته کړه:«په تېرو وختونو کې زموږ پرسونل ۸۰ کسه وه اوس چې وسایط زیات شوي د هغوی شمېر ۳۰ تنه شوی. کهچېرې د کورنیو چارو وزارت زموږ پرسونل زیات نه کړي شونې ده دا شان پېښې زیاتې شي.»
د بدخشان د ټرافیکو پولیس وایي، چې په فیض اباد ښار کې له ۱۵ زرو څخه زیات د ګړندي تګ موټر شتون لري.
دغه راز د دولتي، د ټولنو او لویو موټرو شمېر هم له ۳۰ زرو اوړي چې ټرافیک یې د کنټرول وس نه لري.
په دې اړه مو اندونه