د نړۍ غوره شوې لوبډلې سره د افغانستان کرکټ لوبډلې لوبه پایله نه درلوده او د اورښتونو له امله یاده لوبه مساوي اعلان شوه. دا لوبه لندن کې د نړۍ غوره شوې لوبډلې یا "ام سي سي" جې پع لاردز نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
دا لوبې په ۵۰ اورونو کې ترسره کېدې، دا چې شاپور ځدراڼ په دې لوبه کې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي ویستل د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
دا لوبه چې اورښت له امله ۴۰ اورونو ته راښکته شوه، سیالې لوبډلې د بیټنګ په برخه کې لوبه پیل کړه او د ۶ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یې ۲۱۷ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې د لوبې په پیل کې ۵ اورونو کې یو لوغاړی له لاسه ورکړ او ۳۱ منډې یې ترلاسه کړې.
لوبه کې د هېواد لوبغاړی، جاوید هم د بیټنګ په برخه کې ښه وځلید او د ۱۳ منډې یې په خپله ګټه ترلاسه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او نړۍ غوره شوې لوبډلې ترمنځ لوبې څخه مخکې ولسمشر غني تاجکستان او ازبکستان ته د خپلو سفرونو لاسته راوړنو په اړه خبري ناسته کې د هېواد کرکټ لوبډلې له لاسته راوړنو هم ستاینه وکړه.
د هېواد کرکټ لوبډله د پنجشنبې پر ورځ کابل ته راستنه شوه.